د امریکا لهخوا د افغانستان د ملي شتمنۍ له کنګل کېدو درې اوونۍ وروسته، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د دې هېواد په اقتصاد د دې کار د بدو پایلو خبر ورکوي.
د دې خونې چارواکي وايي، د متحده ایالاتو دا پرېکړه لامل شوې چې د افغانستان اقتصاد له ټولو خواوو سخت زیان وویني.
د افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ خونې مرستیال محمد یونس مومند وايي، د افغانستان د پیسو کنګل کېدو د افغانستان اقتصادي فعالیت تر ټولو ټیټې کچې ته رارسولی دی.
ښاغلی مومند د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وږې ۲۲» ازادي راډیو ته وايي: "د پیسو کنګل کېدو زموږ په وارداتو، ټرانفسر، داخلي سوداګرۍ او صادراتو منفي اغېز کړی دی."
په ورته وخت کې د سوداګرۍ او پانګونې د عامل پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي، د افغانستان د ملي شتمنۍ کنګل کېدو د افغانستان په خصوصي بانکونو هم منفي اغېز کړی او د دې بانکونو فعالیتیې محدود کړی، ځکه دوی نهشي کولای د پیسو په لېږد رالېږد کې خلاص مټ ولري.
د ده په خبره، افغانستان یو وارداتي هېواد دی او له هغه راهیسې چې خصوصي بانکونو خپل فعالیت محدود کړی، د پیسو د لېږد په برخه کې ستونزې راپورته شوي چې د وارداتو د کمېدو لامل شوي او له همدې امله په بازار کې لومړني توکي کم او بیې یې پورته شوې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه له متحده ایالاتو غواړي چې د افغانستان کنګل شوې پیسې بېرته خلاصې کړي.
دا خونه پر طالبانو هم غږ کوي چې د خصوصي بانکونو د فعالیت د پراخېدو په برخه کې جدي هلې ځلې وکړي، څو د پیسو د لېږد رالېږد په برخه کې شته ستونزې پای ته ورسېږي.
طالبان هم هیله ښيي چې امریکا د افغانستان کنګل شوې پیسې بېرته خلاصې کړي.
د دې ډلې ویاند ذبیحالله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "د کنګل شویو پیسو را خلاصېدل د افغانانو حق دی. تاسې پوهېږئ چې افغانستان نوی له جنګ وتلی او له بېوزلۍ، وچکالۍ او ستونزو سره مخ دی. منجمد شوې پیسې باید هر څه ژر راخلاصې شي، څو د افغانستان د خلکو اقتصاد ته ګټه وکړي."
خو دا ډله بیا د خصوصي بانکونو د یوه مخیزې پرانیستې په اړه اندېښنه لري.
د طالبانو د مطبوعاتي دفتر غړي بلال کریمي ازادي راډیو ته رالېږلي پیغام کې لیکلي: "د بانکونو د یو مخیزې پرانیستې سره ځکه احتیاط کېږي چې په خلاصېدو سره بهیې د کرنسۍ قیمت ډېر ولوېږي چې بیا بهیې کنټرول سخت وي."
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د خصوصي بانکونو فعالیت یوازې په پلازمېنه کابل پورې محدود دی او د خدمتونو بهیر یې هم د تل په څېر نهدی.
د دې سربېره، که څه هم طالبانو خپله سرپرسته کابینه اعلان کړې، خو د خلکو په خبره دوی ته د خدمتونو د وړاندې کولو بهیر په ټپه ولاړ دی.
دې اندېښنو ملګري ملتونه هم اړ کړي چې نن د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د لوړې کچې غونډه وکړي.
غونډه کې پر دې خبرې کېږي چې د بېوزله افغانانو د لاسنیوي لپاره په سملاسي ډول څه ډول مرسته وشي.
دا غونډه داسې مهال جوړېږي چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل وړاندې نږدې ۱۸ ملیونه وګړو بېړنیو مرستو ته اړتیا درلوده.
د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ، د طالبانو د راتګ او جګړو له امله دا شمېره نوره هم پورته شوې ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترش هم ویلي، افغانستان له بشري ناورین سره مخ دی او د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا «IMF» ته پهکار دي چې هغه نږدې ۴۴۴ ملیون ډالر چې په کابل د طالبانو له واکمنېدو سره ګنګل شوي، ازاد کړي.