د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

د افغانستان د بحران په اړه خبرو لپاره بلېنکن او اسټن قطر او جرمني ته ځي


د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیران بلېنکن او اسټن
د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیران بلېنکن او اسټن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د راروانې یکشنبې په ورځ به قطر ته ولاړ شي او له افغانستانه د بهرنیو وګړو او افغانانو د وتلو په چاره کې د مرستې په خاطر به د دې هېواد له مشرانو مننه وکړي.

انتوني بلېنکن دا څرګندونې تېر ماښام په واشنګټن کې په یوه خبري غونډه کې وکړې.

هغه زیاته کړه چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې به له افغانانو او قطري چارواکو سره وګوري: "زه دوحې ته روان یم او هلته به له قطري مشرانو سره وګورم څو د خلکو د رااېستلو په هڅو کې د مرستې په خاطر له هغو ژوره مننه وکړم. له افغانانو، همکارانو او په کابل کې د امریکا د سفارت له کار کوونکو سره به هم ووینم چې امریکا ته له تلو مخکې اوس مهال په دوحه کې خوندي دي."

ښاغلي بلېنکن وویل چې له قطر وروسته به د جرمني رامشتاین هوايي اډې ته ولاړ شي او هلته به هم له افغانانو سره وګوري.

بلېنکن زیاته کړه چې دی به د هغو څه باندې شلو هېوادونو د بهرنیوچارو وزیر وزیرانو سره هم په انلاین غونډه کې ګډون وکړي چې له افغانستانه د لسګونه زره کسانو د راایستلو او ځای پرځای کولو په عملیاتو کې ښکېل دي.

بلېنکن زیاته کړه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له هغو امریکایانو سره چې لا هم په افغانستان کې پاتې دي او غواړي ووځي په دوامدار تماس کې دی.

د ده په وینا ډېری دا کسان د امریکا او افغانستان دواړو تابعیتونه لري، کورونه او د کورنۍ غړي یې په افغانستان کې اوسېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د هغو افغانانو لپاره چې د امریکا له پوځ سره یې په افغانستان کې کار کړی د ځانګړو ویزو په پروګرام کې د اسنادو د پروسې د چټکولو یادونه وکړه.

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټن هم په پام کې لري چې راتلونکې اوونۍ د خلیج هېوادونو ته سفر وکړي.

پنټاګون پرون د وږي په ۱۳مه وویل چې ښاغلی اسټن به سعودي عربستان، قطر، بحرین او کوېټ ته د سفر پر مهال د امریکا له دې متحدانو څخه له افغانستانه د خلکو د اېستلو په پراخو عملیاتو کې د مرستې په خاطر مننه وکړي.

په همدې حال کې د امریکا د کورني امنیت وزیر اټکل کوي چې لږ تر لږه پنځوس زره نور افغانان به هم په امریکا کې ومنل شي.

دا د متحدوایالاتو د هغو ژمنو یوه برخه ده چې له افغانستانه د وتلو پر مهال یې له هغو افغانانو سره کړې وه چې له امریکايي ځواکونو سره یې په افغانستان کې کار کړی او اوس یې ژوند د طالبانو په واکمنۍ کې تر ګواښ لاندې دی.

د امریکا د کورني امنیت وزیر الېجاندرو مایورکاس پرون په داسې حال کې چې د دې هڅو جزییات څرګندول وویل: " موږ پر خپله ژمنه ولاړ یو. دا د راتلونکو څو اونیو خبره نه ده تر هغه وخته به خوب او آرام ونه کړو چې دې هدف ته نه یو رسېدلي."

له افغانستانه د نژدې ۱۳۰ زره کسانو د اېستلو عملیات د امریکا په تاریخ کې ساری نه لري.

ډېری دا خلک اوس هم په جرمني، اسپانیا، کویټ، قطر او نورو هېوادونو کې دي او تمه ده چې له امنیتي چک وروسته به امریکا ته ولاړ شي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG