د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۵

امریکا: په نړیواله کچه د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته لا وخت شته


کابل کې وسله وال طالبان
کابل کې وسله وال طالبان

که څه هم طالبان د حکومت اعلان ته چمتوالی نیسي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا وايي چې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو ته لا وخت شته او دوی (طالبان) باید ځان ثابت کړي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیالې ویکټوریا نولانډ تېره ورځ خبري ناستې ته ویلي چې طالبان باید د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې د ورځې د غونډې ټاکلو معیارونو ته ژمن پاتې شي.

اغلې نولانډ زیاته کړه: "دوی څه ډول چې پوهېږي، د خپلې مخینې له مخې د ځان ثابتولو لپاره ډېر څه لري، دم ګړۍ دوی همدا شان کولای شي، زیاتې ګټې ترلاسه کړي، که وتوانېږي افغانستان چې څه ډول پخوا په واک کې و ښه اداره کړي، که غواړي چې نړیواله ټولنه له دوی هرکلی وکړي، ښه موږ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې د ورځې په غونډه کې معیارونه وټاکل، په رښتیا اوس دوی پورې تړلې ده چې دولت جوړه او هېواد له دغو معیارونو سره سم ادره کړي."

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیالې ویکټوریا نولانډ
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیالې ویکټوریا نولانډ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې د ورځې منشور کې ټینګار شوی، دوی (طالبان) باید د دې جوګه شي چې هېواد بشپړ کنټرول کړي، نړۍ ته د تروریستانو مخه ونیسي، اساسي بشري حقونو ته احترام ولري او هغه کسان چې له افغانستانه وځي د خوندي وتلو اجازه وکړي.

پخوانیو تجربو ته په کتو طالبان یوه 'بې رحمه' ډله ده.

بل خوا د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن په جلا خبري ناسته کې ویلي، د طالبانو د راتلونکي په اړه وړاندوینه ستونزمنه ده.

دی وايي: "زه نه غواړم په موضوعاتو پراخ منطق ووایم، یوازې دومره وایم، بیا هم هڅه څه چې زموږ ځواکونو تر نننه ترسره کړي، ډېر پرې ویاړم، د طالبانو په اړه چې د دوی راتلونکې به چېرته رسېږي وړاندوینه ستونزمنه ده."

په ورته وخت کې د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي بیا وايي، پخوانیو تجربو ته په کتو طالبان یوه 'بې رحمه' ډله ده.

دی وايي: "موږ نه پوهېږو د طالبانو راتلونکی څه ډول ده؟ خو زه غواړم تاسې ته له شخصي تجربې ووایم، دا یوه پخوانۍ بې رحمه ډله ده، دا چې دوی به تغیر وکړي، که نه باید ولیدل شي."

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د امریکايي چارواکو په اړه د طالبانو نظر له ځان سره ولري، خو دوی تر اوسه څه نه دي ویلي.

دوه ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن هم ویلي و چې له طالبانو سره اړیکې او د دوی په اړه قضاوتونه د دوی په راتلونکو کړنو پورې اړه لري.

طالبانو تېره ورځ ازادي راډيو ته ویلي چې د حکومت د تشکیل په اړه یې سلا مشورې پای ته رسېدلې او ډېر ژر به نوی حکومت اعلان کړي.

دا چې د حکومت طرز او جوړښت به څه ډول وي او له دوی پرته به په واک کې څوک ورګډ وي؟ په دې اړه زیات جزئیات نه دي ورکړل شوي.

په همدې حال کې نړیوالې ټولنې په ځانګړي توګه قطري چارواکو چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په هوکړه کې رغنده رول لوبولای، ټینګار کړی چې طالبان باید ټول ګډون حکومت رامنځته کړي.

خو طالبانو په بیا-بیا ټینګار کړی چې راتلونکی حکومت به یې ټول ګډونه وي، خو وبه لیدل شي چې طالبان په خپلو ژمنو عمل کوي که نه، په دې اړه به راتلونکی قضاووت وکړي.

XS
SM
MD
LG