د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۷

د قربانیانو کورنۍ: مسؤلان دې د کابل هوايي ډګر امنیت وساتي


د کابل نړیوال هوايي ډګر یوې دروازې مخ ته راټول شوي افغانان
د کابل نړیوال هوايي ډګر یوې دروازې مخ ته راټول شوي افغانان

د کابل حامد کرزي هوايي ډګر په جنوب لوېدیځه دروازه کې له دوو چاودنو وروسته، د دې پېښې یو شمېر قربانیان له مسؤلانو غواړي چې د دې هوايي ډګر امنیت وساتي.

د هرات اوسېدونکی حمیدالله چې په دې پېښه کې یې د ماما دوه زامن وژل شوي وايي، د ماما دواړه زامن‌یې د ایټالویانو په یوه کمپ کې کار کاوه او هغوی ترې غوښتي و چې هوايي ډګر ته ولاړ شي، خو سیمې ته له رسېدو وروسته په دې چاودنو کې ووژل شول.

د ده په خبره، چاودنه کې یې د ماما د زوی مېرمن هم ټپي شوې او د کابل په اېمرجنسي روغتون کې بستر ده.

حمیدالله وايي: "د ماما دوه زامن مې چې همایون او میران نومېدل ووژل شول. د همایون مېرمن هم ټپي شوې ده. دوی د ایټالویانو کمپ کې کار کاوه او د سې شنبې په ورځ ورته برېښنالیک وشو چې هوايي ډګر ته ولاړ شي. تېره ورځ هوايي ډګر ته ولاړل او دا پېښه وشوه."

د کابل هوايي ډګر دباندې چاودنه کې وژل شوي کسان
د کابل هوايي ډګر دباندې چاودنه کې وژل شوي کسان

یوازې د حمید کورنۍ نه‌ده چې د دې پېښې قرباني ده، بلکې ډېرې نورې کورنۍ شته چې دا ډول ټپ‌یې لیدلی.

له دوی یو هم د غلام فاروق کورنۍ ده چې د تره درې زامن‌یې په دې پېښه کې وژل شوي دي.

هغه ازادي راډ‌یو ته وویل: "محمد زید مې ورور او احمد رشاد او ډاکتر خالد مې د تره زامن وو چې شهیدان شول. دوه تنو یې د امریکا ګرین کارت درلود او بل ته‌یې له سفارت ټیلیفون شوی و چې الوتنه‌یې ده."

د کابل حامد کرزي هوايي ډګر په یوه دروازه کې د شویو چاودنو وروسته، طالبانو دې هوايي ډګر ته تللې ټولې لارې تړلې دي.

د معلوماتو پر بنسټ، یوازې د طالبانو وسله‌وال او پوځي موټرې یې د هوايي ډګر په دروازه کې لیدل کېږي.

خو د دې ډلې د مطبوعاتي دفتر غړی بلال کریمي د حامد کرزي هوايي ډګر د امنیت ساتلو ډاډ ورکوي.

د کابل هوايي ډګر دباندې د وسله‌والو طالبانو زغروال موټر
د کابل هوايي ډګر دباندې د وسله‌والو طالبانو زغروال موټر

ښاغلی کریمي وايي: "پرونۍ پېښه د امریکايي عسکرو تر واک لاندې سیمه کې شوې. موږ خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوو چې ټولې سیمې د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې دي. ټول هېوادوال دې ارام ژوند وکړي."

سره له دې چې طالبانو هوايي ډګر ته پر تلونکو لارو محدودیت وضع کړی، خو بیا هم هلته یو شمېر خلک لیدل کېږي او په دې تمه دي چې دا لارې به پرانیستل شي، خو د دوی شمېر د تېر په پرتله کم دی.

XS
SM
MD
LG