د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۲

دفاع وزارت: د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې پر خلکو ظلم روان دی وبه یې وژغورو


ارزګان کې یو شمېر طالبان
ارزګان کې یو شمېر طالبان

د امریکا د لوي درستیز له څرګندونو یوه ورځ وروسته د افغانستان دفاع وزارت وايي، د یو ځانګړي او مشخص پلان پر بنسټ هڅه روانه ده چې له لاسه وتلې ولسوالۍ بېرته د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې راشي.

د امریکا لوی درستیز مارک میلي د چهارشنبې په ورځ واشنګټن کې وویل، طالبانو له ۴۲۰ ولسوالیو د ۲۱۰ مرکزونه نیولي دي.

خو د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان که څه هم د طالبانو لاسته د لوېدلو ولسوالیو د دقیق شمېر په اړه معلومات نه ورکوي وايي چې خلک له امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان
د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان

امان وايي: "هغه سیمو کې چې طالبان حضور لري، په خواشینۍ سره باید ووایم چې هلته خلک د ظلم او ستم لاندې ژوند کوي، دغه سیمې به د یو مشخص پلان پر بنسټ بېرته ونيول شي او خلک به د طالبانو له ظلم او ستم خلاص شي."

خو مارک میلي دا احتمال مطرح کړی چې ممکن د طالبانو حملې زیاتې شي، خو دا یې هم ویلي چې بریالي به نه شي ځکه، افغان ځواکونه د خلکو د امنیت او ساتنې په خاطر د تنظیم په حال کې دي.

ښاغلي میلي تېره میاشت ویلي و چې طالبان د افغانستان په ۸۱ ولسوالیو کنټرول لري.

په ورته وخت کې پوځي پوه باري عارض وایي، د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې باید خلکو ته حقایق روښانه شي:" حقایق باید تحریف نه شي او خلکو ته باید له وضعیته ښکاره معلومات ورکړل شي. دا په دې معنی نه ده چې دا به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر مورال اغیز ولري، هر څه چې پیښیږي باید داسې ونه انګېرل شي چې چاته ګټه یا زیان لري، اوسنی واقعیت دا دی چې ولسوالۍ د حکومت او طالبانو ترمنځ لاس په لاس کېږي."

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ازادي راډیو ته وویل، چې په نږدې دوو میاشتو کې دوی ۲۰۰ ولسوالۍ نېولي او لا د لویو ښارونو د نېولو لپاره کوم پلان نه لري.

خو د افغانستان دفاع وزارت تر دې مخکې ویلي و چې څه باندې ۲۰ له لاسه وتلې ولسوالۍ یې بېرته نیولي دي.

بل خوا په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې اوس ۲۱مه پیړۍ ده او دې دوره کې ښوونځیو ته د نجونو په تللو او یا ټولنه، حکومت او د کار پرځای کې په ښځو باندې د محدودیتونو لګول ځای نه لري.

راس وېلسن طالبانو ته په خپل ټویټر کې لیکلي: "۲۱مې پیړۍ ته ښه راغلﺉ، ښځې او نارینه له یو شان حقونو برخمن دي او باید په حقونو یې تیری ونه شي."

ښاغلي وېلسن طالبانو ته په خطاب کې ټینګار کړی، باید ښځو ته دستور ورنه کړل شي چې په غونډو کې څه واغوندي او په کار ځای کې هم باید ورسره تاوتریخوالی ونه شي.

وېلسن دغه شان طالبانو ته په خطاب کې لیکلي چې د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو د زیانمنولو لپاره خپلې هڅې ودروئ.

خو طالبانو ویلي چې د اسلامي احکامو او افغاني دود سره سم د افغانستان د ټولو وګړو د حقونو خوندیتوب ته ژمن دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سولې خبرو په پیل سره چې لا هم کومه د پام وړ نتیجه یې نه ده ورکړې د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو د له منځه تلو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو برخه کې اندېښنې زیاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG