د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ وږی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۲۶

ایران د اټمي تاًسیساتو فلمونه د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې ته نه‌سپاري


ایران وايي، په دې اړه هوکړه د چنګاښ په درېیمه پای ته رسېدلې.
ایران وايي، په دې اړه هوکړه د چنګاښ په درېیمه پای ته رسېدلې.

ایران وایي، د دې هېواد د اټمي تأسیساتو دننه د هغو کمرو له‌خوا اخیستل شوي فلمونه به چې د ملګرو ملتونو د اټمي څارنې ادارې نصب کړې وې، دغه ادارې ته ورنه‌کړي ځکه ورسره د څارنې شوې هوکړه نوره پای ته رسېدلې ده.

دا خبره د ایران د پارلمان رئیس د دې هېواد یوې رسنۍ ته کړې ده.

د ایران نیمه رسمي خبري اژانس تسنیم پرون یکشنبه د دغه هېواد د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف له قوله خبر ورکړی چې ویلې یې دي، په دې اړه هوکړه د چنګاښ په درېیمه پای ته رسېدلې، نو ځکه به هېڅکله هم د اټمي انرژۍ ادارې ته ثبت شوي معلومات ورنه‌کړي.

د ایران د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف
د ایران د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف

د ایران پارلمان په تېره کب میاشت کې یوه مسوده تصویب کړې وه چې له مخې یې د درې میاشتو لپاره د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې څارونکې کمرې پرېښودل شوې چې د اټمي تأسیساتو دننه فلمونه ثبت او هغه وڅېړي. دغه څارنه د یوې بلې میاشتې لپاره د چنګاښ تر درېیمې پورې غځول شوې وه.

ایران او د امریکا متحده ایالاتو د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون د احیا لپاره د اروپایانو په منځګړیتوب په خپلو کې غیر مستقیمې خبرې پیل کړې دي.

د امریکا متحده ایالاتو پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ په ۲۰۱۸ کال خپل هېواد له دې تړونه وایست او پر ایران‌یې بېرته بندیزونه ولګول.

تهران هم په غبرګون کې د دغه تړون په ترڅ کې کړې ژمنې په تدریجي ډول تر پښو لاندې کړي.

خو د امریکا ولسمشر جو بایډن داسې نښې ښکاره کړي چې ګواکې امریکا لېواله ده چې بېرته له دې تړون سره یوځای شي، که تهران هم په خپلو ژمنو بشپړ عمل وکړي.

د ایران د ولسمشر حسن روحاني د دفتر مشر محمود واعظي تېره اوونۍ ویلي چې د هېواد د ملي امنیت عالي شورا به په خپله لومړنۍ غونډه کې د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ له ادارې سره د شوې هوکړې د اعتبار تر پای ته رسېدو وروسته پرېکړه وکړي چې ایا هغه وغځوي او کنه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن څه کم دوه اوونۍ مخکې ویلي و چې که تهران په دې کې پاتې راشي چې دغه هوګړه ونه‌غځوي نو به هغه به د پراخو خبرو لپاره د اندېښنې وړ موضوع وي.

XS
SM
MD
LG