د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۵

د سید الشهدا ښوونځي یو شمېر زده‌کوونکو ته له لیرې د زده‌کړو زمینه برابره شوه


ارشیف، د سید الشهدا ښوونځي پر زده‌کوونکو د برید په خاطر د یو شمېر نجونو زده‌کوونکو اعتراض
ارشیف، د سید الشهدا ښوونځي پر زده‌کوونکو د برید په خاطر د یو شمېر نجونو زده‌کوونکو اعتراض

د کابل په دشت برچي سیمه کې د سید الشهدا پر ښوونځي د برید په ۴۰مه ورځ د «ایده» په نوم یوې غیر دولتي مؤسسې په دې ښوونځي کې یو شمېر زده‌کوونکو ته له لیرې د زده‌کړو زمینه برابره کړه.

دغه مؤسسه وایي چې په لومړي سر کې یوازې ۱۶ زده‌کوونکي چې په اووم ټولګي کې درس وایي او پر دغه ښوونځي برید کې ټپي شوي وو، دغه پروګرام کې شاملېږي.

د «ایده» مؤسسې چارواکو وویل چې دغو زده‌کوونکو ته په ازمایښتي ډول یو پایه ټبلېټ او د تدریس مرستې ورکړل شوې دي.

د دې مؤسسې غړي محمد نجمان زماني ازادي راډیو ته وویل چې د تدریس دغه اپلېکېشن انټرنټ ته اړتیا نه‌لري.

ښاغلی زماني زیاتوي: "د ایده انسټټیوټ د دوی ترڅنګ ودرېد او نن‌یې د ازموینې پر بنسټ ۱۶ زده‌کوونکو ته ټبلېټونه ووېشل چې د ښوونځي یو کلن نصاب په‌کې شامل دی. دا اپلېکېشن الماس نومېږي او انټرنټ ته اړتیا نه‌لري."

د دې ښوونځي زده‌کوونکي له دې عمل خوښ دي او ویلي یې دي چې د کرونا ویروس له امله د رامنځته شوي قرنطین له ختمېدو وروسته به بېرته ښوونځي ته لاړ شي او خپلو زده‌کړو ته به دوام ورکړي.

پر سید الشهدا ښوونځي حمله کې یوه ټپي شوې نجلۍ
پر سید الشهدا ښوونځي حمله کې یوه ټپي شوې نجلۍ

د سید الشهدا لېسې د اووم ټولګي زده‌کوونکې حبیبه چې ۴۰ ورځې وړاندې په دې ښوونځي په بمې برید کې ټپي شوه، ازادي راډیو ته وویل چې د ښوونځي په برید کې د هغې ۲۶ ټولګیوال وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

حبیبې د پنجشنبې په ورځ د سید الشهدا پر ښوونځي د برید په ۴۰مه ورځ په ښوونځي کې د مراسمو په جریان کې د ښوونې او روزنې د پراختیا (ایده) په نوم د یوه غیر دولتي مؤسسې له‌خوا د ټبلېټ پایه او یو غوښتنلیک یا سافټویر چې نصاب په‌کې شامل دی او الماس اپلېکېشن نومېږي ترلاسه کړ.

هغې ازادي راډیو ته وویل خپلو زده‌کړو ته به په هر حالت کې دوام ورکړي.

حبیبه وايي: "موږ ښوونځي ته ځو. موږ تسلیمېدونکي نه‌یو. که هغوی د ټوپک په زور مخته ځي، نو موږ به د قلم په زور کار ته دوام ورکړو. دا ننی ټبلېټ چې یې موږ ته راکړی د قرنطین تر مودې پورې په‌کې کور کې درس وایو او کله چې قرنطین خلاص شي، نو خپل ښوونځي ته ځو."

د «ایده» مؤسسې غړي محمد نجمان زماني په وینا په راتلونکي کې به تر ۱۲م ټولګي پورې درسي نصاب د الماس په اپلېکېشن کې شامل شي او د افغانستان د پوهنې وزارت سره په همغږۍ به د ښوونځیو زده‌کوونکو لپاره له لیرې د زده‌کړې زمینه مساعده کړي.

له بلې خوا د پوهنې وزارت ویانده نجیبه ارین وایي چې د یونېسف په همغږۍ دوی په ټول افغانستان کې دا ډول برنامې لري او دغه برنامه د پوهنې وزارت په همکارۍ پلې شوې ده.

د کابل پر سید الشهدا ښوونځي حمله کې یوه ټپي شوې زده‌کوونکې
د کابل پر سید الشهدا ښوونځي حمله کې یوه ټپي شوې زده‌کوونکې

په ورته وخت کې د سید الشهدا د ښوونځي مدیره عقیله توکلي د یو شمېر زده‌کوونکو لپاره له لیرې د زده‌کړو چمتو کول وستایل او ویې‌ویل چې دوی به د قرنطین له ختمېدو وروسته ښوونځی عادي حالت ته راوګرځوي.

دا وايي: "له بده مرغه په دې ښوونځي تر برید وروسته د تدریس پروسه زیانمنه شوه. اوس دغه زده‌کونکي د کومو لپاره چې ننني مواد توزېع شوي دي، په کور کې زده‌کړه کولای شي. د قرنطین له ختمېدو وروسته ښوونځي باید خپل فعالیتونه له سره پیل کړي او زده‌کونکي باید بېرته ښوونځي ته راشي."

۴۰ ورځې وړاندې د سید الشهدا د نجونو ښوونځي مخې ته یو لړ چاودنې وشوې چې د امنیتي چارواکو په وینا لږترلږه ۸۵ ملکیان په‌کې ووژل شول چې ډېری یې زده‌کوونکي وو او تر ۱۵۰ ډیر ټپیان شول.

تر دې دمه کومې ډلې د برید پړه نه‌ده منلې.

دغه پېښې په ملي او نړیواله کچه سخت غبرګونونه راوپارول.

مختلفو هېوادونو او د بشري حقونو سازمانونو د دې پېښې د عاملینو د نیولو او هغوی ته د سزا ورکولو غوښتنه کړې.

XS
SM
MD
LG