نړۍ
ارمنستان په نګورنو قرهباغ کې د ایښودل شویو ماینونو نقشه اذربایجان ته ورکړه

ارمنستان د اذربایجان له ډېرو غوښتنو وروسته د نړیوالو په منځګړیتوب په نګورنو قرهباغ کې د ایښودل شویو ماینونو نقشه باکو ته وسپارله.
د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت پرون (شنبه) د دې خبرې د تأییدولو ترڅنګ وویل چې د نقشې په بدل کې یې ۱۵ ارمنیان چې په اذربایجان کې بندیان وو، خوشې کړي دي.
د ارمنستان له لوري اذربایجان ته په سپارل شوې نقشه کې د ۹۷ زره ایښودل شویو ماینونو ځایونه ښودل شوي دي.
د تېر کال د سپټمبر له ۲۷مې د نومبر تر ۱۰مې پورې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ په جګړه کې اذري ځواکونو هغه سیمې بېرته ونیولې چې درې لسیزې پخوا ارمنستان نیولې وې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د شطرنج نړیوال فدراسیون په افغانستان کې د دې لوبې پر بندیز خواشیني څرګنده کړه

د شطرنج نړیوال فدراسیون د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا فدراسیون به له چارواکو سره رغوونکې خبرې وکړي او له نړیوالو ورزشي سازمانونو او نورو اړوندو لورو سره به افغانستان ته ددې لوبې د بیرته زر ستنولو لارې چارې وپلټي.
د طالبانو د ورزش ادارې د روانې اوونۍ په پیل کې په افغانستان کې د شطرنج لوبه منع اعلان کړه.
د شطرنج نړیوال فدراسیون ویلي چې شطرنج په افغانستان کې اوږده مخینه لري. د دې فدراسیون په خبره، په وروستیو کلونو کې شطرنج په دې هېواد کې ښه غوړېدلی و او زیات شمېر ځوانانو دې لوبې ته مخه کړې وه.
اعلامیه زیاتوي چې د شطرنج بندول به په افغانستان کې د دې لوبې ودې ته سخت زیان ورسوي او د افغان لوبغاړو هغه فرصتونه به له منځه یوسي چې له مخې یې دوی خپل استعدادونه ښودلی او د نړیوالو سیالیو په ډګر کې یې د خپل هېواد استازولي کوله.
د شطرنج نړیوال فدراسیون وايي چې شطرنج د نړۍ له تر ټولو ښکلو لوبو څخه یوه ده چې زیار، زغم او انصاف ته وده ورکوي، او له لوبغالي بهر هم د ټولنې د یووالي او د خلکو د یو ځای کولو لپاره یو پیاوړی وسیله ده.
ټرمپ او پوتین د مسکو او کیېف ترمنځ په خبرو کې 'ګډون نه کوي'

د امریکا او روسیې ولسمشران ډونالډ ټرمپ او ولادیمیر پوتین به نن د مسکو او کیېف ترمنځ د سولې په مستقیمو خبرو اترو کې برخه وانخلي.
کرملین اعلان کړی چې د لوړ پوړو تکنوکراتانو یو پلاوی به، چې پکې د پوتین سلاکار ولادیمیر میډینسکي او د دفاع مرستیال وزیر الکساندر فومین شامل دي، په دې خبرو اترو کې ګډون وکړي.
پوتین مخکې په استانبول کې له قید او شرط پرته د مستقیمو خبرو وړاندیز کړی و، خو په دې خبرو کې يې خپل حضور نه و تایید تایید کړی.
د یوه امریکایي چارواکي په وینا، ټرمپ به په دې غونډه کې ګډون ونکړي. ده مخکې ویلي و چې ښايي په دې غونډه کې ګډون وکړي.
د رویټرز خبري اژانس په وینا، د امریکا او روسیې د مشرانو نه شتون د اوکراین په جګړه کې چې روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبروري راهیسې پیل کړې ده، د پام وړ پرمختګ لپاره هیلې کموي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له پوتینه غوښتي چې "که هغه بېره نه لري" په دې خبرو اترو کې دې ګډون وکړي. ده مخکې ویلي و چې دی به یوازې هغه مهال ګډون وکړي چې پوتین هم حاضر وي.
ایرانی چارواکی: د پراخو محدودیتونو لیري کېدو په صورت کې اټومي پروګرام محدودولو ته چمتو یو

د ایران د ستر مشر سلاکار علي شمخاني له NBC تلویزیون سره په یوه مرکه کې ویلي چې که پراخ محدودیتونه ورباندي سمدستي لیري شي، تهران چمتو دی خپل اټومي پروګرام محدود کړي.
هغه وویل چې ایران کولی شي د اټومي وسلو پراختیا پریږدي، د لوړو غني شوي یورانیمو څخه لاس واخلي، او د اټومي تاسیساتو تفتیش ته اجازه ورکړي.
شمخاني د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ایران د بندیزونو د لیرې کولو په صورت کې د ټرمپ له ادارې سره موافقې کولو ته لیواله دی، وویل: "هو."
دا څرګندونې د تهران او واشنګټن ترمنځ د اټومي خبرو اترو تر څلورم پړاو وروسته وشوې. ایران اوس تر ۶۰ سلنه پورې یورانیم غني کوي، چې د ۲۰۱۵ کال په تړون کې د اجازې تر حد (۳.۶۷ سلنه) پورته او د وسلو تر کچې (۹۰ سلنه) کښته دي.
امریکا او لویدیځ هیوادونه ایران تورنوي چې د اټومي وسلو د جوړولو هڅه کوي، خو ایران وايي چې د دوی پروګرام په بشپړ ډول سوله ایز دی. په عین حال کې، متحده ایالاتونو د ایران پر اټومي پروګرام او د تیلو پر صنعت نوي بندیزونه لګولو ته دوام ورکړی دی.
د ویانا ژوبڼ د دوو نویو پانډاوو هرکلی وکړ

د ویانا ژوبڼ د چهارشنبې په ورځ (د می ۱۴مه) په ځانګړو مراسمو کې د دوو نویو پانډاوو هرکلی وکړ.
دا دوه ژوي په ۲۰۲۰ م کال کې د چین په مرکزي سیمه کې د حیوانانو په یوه مرکز کې زیږیدلي او لان یون او هي فینګ نومیږي.
د ویانا ژوبڼ خپل دوه نور پانډا په تیر سپتمبر میاشت کې چین ته ستانه کړل. دغو ژویو ۲۴ او ۲۵ کاله عمر درلود.
د ویانا د ژوبڼ چارواکو د دغو نویو پانډاوو لپاره د اوسېدو ځای عصري جوړ کړی دی.
د طالبانو حکومت ازبکستان ته شپاړس لارۍ مرمر ډبرې ورکړي دي

د ازبکستان رسنیو د سورخُندریا سیمه اییزې ادارې د مطبوعاتي خدماتو د معلوماتو له مخې راپور ورکړی چې د می په ۱۳مه، د ترمز نړیوال سوداګریز مرکز کې د ازبکستان او طالب چارواکو تر منځ یوه غونډه وشوه.
د معلوماتو له مخې په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف، د سورخندریا سیمې والي الغبیک قسیموف، د طالبانو د حکومت د ریس الوزرا د دفتر مشر ملا عبدالواسع او د بلخ لپاره د طالبانو والي محمد یوسف وفا ګډون کړی و.
په راپور کې راغلي چې ازبکستان د هرات د سپینو مرمر ډبرو ۱۶ لارۍ ترلاسه کړې چې په سمرقند کې به د امام بخاري کمپلیکس په جوړولو کې وکاریږي.
په اندونیزیا کې افغان پناه غوښتونکو لاریون وکړ

په اندونیزیا کې پاته افغان پناه غوښتونکو د چارشنبې په ورځ د استرالیا د سفارت مخې ته لاریون وکړ.
دغو پناه غوښتونکو شعارونه ورکړل چې د دوی د پناه غوښتنې غوښتنلیکونو ته دې توجه وشي. د دوی په وینا، استرالیا له ۲۰۱۴م کال راهیسي اندونیزیا ته د ورغلیو افغان پناه غوښتونکو کیسونه نه دي پراسیس کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي، په متحده ایالاتونو کې د مېشتو زرګونو افغان پناهغوښتونکو موقتي خوندي وضعیت یا "ټيپياېس" پروګرام به د روانې مې میاشتې په ۲۰مه پای ته ورسېږي، او لغوه کېدل به یې د جولای له ۱۲مې عملي شي.
تر دې اعلان وروسته د ژغورنې نړیوالې کمیټې یا اي ار سي پر دې پرېکړه په انتقاد ویلي چې افغانستان ته د لنډ مهاله خوندي حالت درلودنکې افغانانو استول به ویجاړونکې پایلې ولري.
د «افغان ایوک» په نوم امریکا ته د کډه شویو افغانانو د ملاتړ د یوې ادارې د معلوماتو له مخې، دا مهال شاوخوا ۱۱ زره افغان وګړو په متحده ایالاتو کې لنډمهاله خوندیتوب ترلاسه کړی دی.
د امریکا ولسمشر د سوریې له نوي واکمن سره ولیدل

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان د سفر په دوهمه ورځ د سوریې له نوي واکمن احمد الشرع سره ولیدل.
د امریکا ولسمشر د سوریې له نوي مشر سره، په کتنه کې له هغه وغوښتل چې له اسراییل سره د سولې له تړون سره یو ځای شي.
ډونالډ ټرمپ وویل، له سوریې سره دا تماس د سعودي د ولیعهد محمدبن سلمان او د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په هڅونه شوی دی.
هغه د سوریې په اړه وویل: «یوه نوې اداره موجوده ده چې هیله ده بریالۍ شي» او زیاته یې کړه: «زه وایم چې بریا درته غواړم.»
د دواړو هېوادونو د مشرانو ناسته د تړلو دروازو تر شا وشوه او خبریالانو ته اجازه نه وه ورکړل شوې چې د هغوی خبرې واوري.
د ترکیې د انادولو خبري آژانس د راپور له مخې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ویډیو کنفرانس له لارې د ټرمپ، محمدبن سلمان او احمد الشرع له غونډې سره یوځای شو. ترکیه د الشرع د حکومت او د هغه تر مشرۍ لاندې یاغیانو اصلي ملاتړې وه.
سپینې ماڼۍ وروسته اعلان وکړ چې دې غونډې شاوخوا نیم ساعت دوام وکړ.
اسراییل د یمن د درو بندرونو د تخلیې خبرداری ورکړ

اسراییل نن (چهارشنبې)، خبرداری ورکړ چې د یمن له دریو بندرونو څخه دې خلک ووځي.
د اسراییل دا خبرداری کیدای شي د دې هېواد له لوري د ایران پلوه حوثيانو پر هدفونو د برید نښه وي.
د اسراییل د پوځ ویاند، آویخای آدري، په ایکسپاڼه کې لیکلي: «په دې خاطر چې د حوثيانو رژیم له الحدیده، رأس عیسي او السلیف – بندرونو څخه استفاده کوي، له ټولو هغو کسانو غواړي چې په دغو بندرونو کې حضور لري، د خپل امنیت لپاره ژر تر ژره له دغو ځایونو ووځي او تر بل اعلان پورې ترې لیرې پاتې شي.»
دا خبرداری وروسته له هغې ورکړل شوی چې د تلابیب په وینا، حوثیانو د اسراییل خاوري ته توغندي ویشتي دي.
توغندی هغه مهال د اسراییل خاورې ته توغول شوی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو د لیدنې لپاره سیمې ته لاړ.
اسراییل تر دې مخکې ویلي و چې له یمنه د دوی پر لور توغول شوی توغندی یې شنډ کړی دی.
د امریکا متحدو ایالتونو تېر کال د کب په میاشت کې د حوثیانو پر مورچلونو پوځي عملیات پیل کړل، خو په روانه میاشت کې یې له دې ډلې سره د اوربند موافقه وکړه.
رویټرز: د ایران چارواکي به ډېر ژر په استانبول کې د برجام له اروپايي لورو سره وګوري

د رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی چې د ایران چارواکي به ډېر ژر په استانبول کې له اروپايي لورو سره وګوري.
دې آژانس د سه شنبه په ورځ د (غویي ۲۳) مه د دوو اروپايي دیپلوماتیکو سرچینو او یوه ایراني دیپلومات ته له قوله راپور ورکړی چې دغه لیدنه ټاکل شوې ده د جمعې په ورځ ترسره شي.
ایران او درې اروپایي هېوادونو تر اوسه پورې دې خبر ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د رویټرز د راپور له مخې، دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې دواړه خواوې، ایران او اروپای، هڅه کوي خپل دریځ د تهران او واشنګټن ترمنځ د پنځم پړاو خبرو اترو تر پیل وړاندې پیاوړی کړي.
تر دې وړاندې ټاکل شوې وه چې د ایران او دریو اروپايي هېوادونو بریتانیا، فرانسه او جرمني ترمنځ خبرې اترې د غويي په ۱۲مه په روم کې ترسره شي، خو دا خبرې وځنډېدې.
دغه درې اروپايي هېوادونه که څه هم د برجام غړي دي، خو تر اوسه د ایران او امریکا ترمنځ په هغو خبرو کې چې څلور پړاوونه یې ترسره شوي، ګډون نه لري.
خو دا درې اروپایي قدرتونه له واشنګټن سره په نږدې همغږۍ کې پاتې شوي دي، څو دا وټاکي چې د «ماشه میکانیزم» احتمالي کارول (د ملګرو ملتونو د ټولو بندیزونو اتومات بېرته پلې کېدل پر ایران) څه وخت اړین ګرځي.
د اسراییلو پوځ له یمن څخه توغول شوی توغندی شنډ کړی

د اسراییلو پوځ نن اعلان وکړ چې له یمن څخه توغول شوی توغندی یې شنډ کړی دی.
د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی، چې د چاودنو غږونه هم اورېدل شوي، چې احتمالاً د راکټ د چاودنې له امله رامنځته شوي دي.
دا په تیرو ۲۴ ساعتونو کې دوهم ځل و چې د اسراییلو هوايي دفاعي سیستم له یمن څخه توغول شوی توغندی له منځه وړي.
د سې شنبې په ورځ، د دغه هېواد پوځ اعلان وکړ چې هغه توغندی یې شنډ کړی چې حوثیانو ویلي وو د اسراییلو د بن ګوریون هوايي ډګر یې په نښه کړی و.
د می په لومړیو کې، د تل ابیب د بن ګوریون هوايي ډګر ته نږدې د حوثیانو لخوا د توغول شوي توغندي له امله اته کسان ټپیان شول.