د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

ناټو: د کابل نړیوال هوایي ډګر په څېر د مهمو تأسیساتو د امنیت په اړه کار روان دی


د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو په درشل کې د کابل نړیوال هوایي ډګر (د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر) او بهرنیو سفارتونو په ګډون د مهمو بنسټیزو تأسیساتو د امنیت د خوندي کولو په اړه مختلف لوري بېلابېلې څرګندونې کوي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، د ناټو غړي هېوادونه په دې کار کوي چې له افغانستان سره د خپل ملاتړ په دوام د کابل د نړیوال هوایي ډګر په څېر د مهمو تأسیساتو امنیت په څه ډول خوندي کولای شي.

سټولټنبرګ دغه څرګندونې د ناټو د غړو هېوادونو د سرمشریزې په درشل کې د تېرې جمعې په ورځ په بروکسل کې په یوه انلاین خبري غونډه کې وکړې.

سټولټنبرګ وویل، د کابل نړیوال هوایي ډګر چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو یوه مهمه کړۍ بلل کېږي په څېر د مهمو تأسیساتو د امنیت د خوندي کولو په اړه کار روان دی او دا موضوع به د ناټو د سبا ورځې د سرمشریزې په اجنډا کې هم شامله وي.

ښاغلی سټولټنبرګ زیاتوي: "موږ په دې اړه چې د کابل نړیوال هوایي ډګر په څېر، مهم بنسټیز تأسیسات په څه ډول ساتلی او مراقبت‌یې کولای شو د ناټو له متحدینو سره کار کوو او په دې اړه مو کار پیل کړی دی. یو خو دا هغه څه دي چې ناټو یې ملاتړ کوي او له بلې خوا موږ دا څېړو چې د ناټو متحدین په څه ډول کولای شي چې په دغه هڅه کې ونډه واخلي. په دې اړه چې په مشخصاً په څه ډول موږ د هوایي ډګر لپاره ملاتړ ته دوام ورکولای شو، د ترکیې په ګډون له مختلفو متحدینو سره خبرې روانې دي ترڅو دا مسئله یقیني کړو چې هوایي ډګر د نړیوالو معیارونو پر اساس فعالیت ته دوام ورکړي."

د کابل نړیوال هوايي ډګر
د کابل نړیوال هوايي ډګر

د ناټو عمومي منشي دغه‌راز وویل چې دا یوازې د ناټو لپاره نه، بلکې هوایي ډګر او ټول مهم بنسټیز تأسیسات د ټولې نړیوالې ټولنې لپاره مهم دي، د ټولو هېوادونو د ډیپلوماتانو د حضور لپاره او هم البته د پرمختیایي مرستو او د بېلابېلو مرستندویه سازمانونو لپاره هم مهم دي.

په اوس وخت کې د ناټو شاوخوا دوه زره سرتېري د کابل هوایي ډګر کې مېشت دي او د دې هوایي ډګر امنیتي چارې هم مخ ته وړي.

په دې وروستیو کې ترکي رسنیو داسې راپورونه ورکړل چې ګواکې ترکیه غواړي د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته یو شمېر سرتېري په کابل کې پرېږدي چې د دغه هوایي ډګر امنیتي چارې سمبالې کړي.

د دغو راپورونو په غبرګون کې د افغانستان ملي امنیت شورا وایي، دا د افغانستان دولت مسؤلیت دی چې د دغو تأسیساتو امنیت خوندي کړي او افغان امنیتي ځواکونه اوس د دې وړتیا لري چې د خپلو هوایي ډګرونو امنیت وساتي.

د دې شورا ویاند رحمت‌الله اندړ وویل: "هوايي ډګرونه به له نړیوالو معیارونو سره سم فعال پاتې شي، د ملي امنیت سلاکار د انتقال پروسې دا برخه هم له نږدې څاري. افغانستان زموږ دی او ساتنه‌یې زموږ دایمي مکلفیت دی دا مهال افغانان تر بل هر وخت د دې مکلفیت د ادا کولو جوګه شوي دي."

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ

په عین حال کې طالبانو هم په دې اړه غبرګون ښکاره کړی او پرون‌یې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو موجودیت که هغه په هر نوم وي افغان ولس او دوی ته د منلو نه‌دی.

طالبانو ویلي که نړیوال دغه تېروتنه وکړي نو به "اسلامي امارت" هغه ته د اشغالګر په نظر وګوري او په وړاندې به‌یې هغه دریځ غوره کړي چې له دې مخکې یې د اشغال په وړاندې خپل کړی دی.

له دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو ویلي و چې له افغانستانه د ټولو ځواکونو له ایستلو وروسته به یو شمېر سرتېري په دې هېواد کې پرېږدي چې د خپل سفارت او ډیپلوماتانو امنیت خوندي کړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اعلان له مخې له افغانستانه د ټولو نړیوالو ځواکونو د وتلو بهیر به د روان کال د سپټمبر تر ۱۱مې پورې بشپړ شي.

د ناتو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، د ناټو د ۳۰ غړو هېوادونو د سبا ورځې په سرمشریزه کې به په ټوله کې د افغانستان پر وضعیت او د کابل نړیوال هوایي ډګر په څېر د مهمو بنسټیزو تأسیساتو د ساتلو پر موضوع هم خبرې وشي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن هم د ولسمشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره په دې سرمشریزه کې ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG