د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۵

د نشه يي توکو او هوايي ډزو پر وړاندې د اسماعیل خېلو او مندوزیو قومي تړون


د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ قومي مشران
د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ قومي مشران

نن د یکشنبې(د غبرګولي ۱۶مه) په ورځ د خوست د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ قومي مشرانو او ځوانانو تړون وکړ چې له دې وروسته به په دې ولسوالۍ کې چا ته د نشه يي توکو د پېر، پلور او کارونې اجازه نه ورکوي.

دوی وویل، که څوک له دې قومي پرېکړې سرغړونه وکړي، نو د خلکو له خوا به د قانوني مجازاتو په خاطر حکومت ته سپارل کېږي او که کوم چا يې سفارش وکړ، نوهغه به ۱۰ زره افغانۍ ناغه پرې کوي.

قومي مشرانو او ځوانانو هوايي ډزې هم د خلکو ژوند ته ګواښ وباله او پرېکړه يې وکړه، که چا له دې وروسته په خوښیو، ودونو، اخترونو او نورو مناسبتونو کې هوايي ډزې وکړې، حکومت ته به ۲۰ زره افغانۍ جریمه ورکوي.

قومي مشر الحاج ګل نواز مندوزي ازادي راډیو سره یادې قومي پرېکړې داسې شریکې کړې: "موږ داسې کلکه پرېکړه وکړه چې نشه یانو ته به موږ قومي مشران او ځوانان په اول قدم کې نصیحت کوو، که د نصیحت وړ نه وو، موږ به يې ولسوالۍ او امنیې قوماندانۍ ته سپارو او هېڅ مشربه يې ملاتړ او سفارش نه کوي، که ويې کړ، نو حکومت ته به ۱۰ زره افغانۍ جریمه ورکوي، دویمه پرېکړه مو دا وه چې که ودونه وي او یا د اختر شپې وي، څوک به هوايي ډزې نه کوي، که چا هوايي ډزې وکړې دولت ته به ۲۰ زره افغانۍ جریمه ورکوي."

قومي مشرانو او ځوانانو هوايي ډزې هم د خلکو ژوند ته ګواښ وباله
قومي مشرانو او ځوانانو هوايي ډزې هم د خلکو ژوند ته ګواښ وباله

د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ مدني فعالان او د شوراګانو غړي د دا ډول قومي تړونونو د پلي کېدو پر وړاندې یوه ستونزه دا بولي چې د نشه يي توکو په کاروبار ډېری نیول شوي کسان قانوني مجازات نه ویني.

مدني فعال پتنګ بورا وویل، د نشه يانو مجازات وهل ټکول نه دي، بلکې باید په قانوني توګه د حبس موده تېره کړي، څو د هغه کس د اصلاح لامل شي.

ده وویل، که د نشه يي توکو کاروباریانو ته مجازات ورنه کړل شي، نو دا قومي پرېکړې بیا نه پلي کېږي.

د خوست اوسیدونکي وايي، دا تړون به هغه وخت نورهم ګټور او اغېزمن تمام شي چې د دې ولایت په نورو قومونو کې هم خلک د نشه يي توکو پرخلاف تړونونه وکړي.

د بهرام خېلو قومي مشر ملنګ مجاهد په ولسونو غږ وکړ چې دوی کولای شي د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د خلکو په شان د قومي تړونونو له لارې په خپلو سیمو کې د دې ناوړه ټولنیزې پدیدې مخه ونیسي.

د بهرام خېلو قومي مشر ملنګ مجاهد
د بهرام خېلو قومي مشر ملنګ مجاهد

یوه اساسي پوښتنه دا ده چې په ولسي کچه د دې مهمې قومي پرېکړې او تړون په پلي کېدو څومره ډاډ موجود دی؟

د یادې ولسوالۍ د قومي شورا مشر وزیراخان وايي، دغه پرېکړې يې ټولو قومونو سره په تفاهم کړې او اوسمهال خلک له هوايي ډزو او نشه یانو په تنګ شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، د دې قومي پرېکړې په خاطر دوی له خلکو سره دوه اوونۍ سلا مشورې درلودې، بالاخره خلکو دغه پرېکړه ومنله او دولت هم دوی ته د دې قومي تړون د پلي کېدو ډاډ ورکړی دی.

بل لوري ته د خوست د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ مسوولین د نظم او د یوې روغې ټولنې د رامنځته کولو لپاره قومي پرېکړې او تړونونه با ارزښته بولي.

د اسماعیلو خېلو او مندوزیو ولسوال صاحب ګل فرهاد
د اسماعیلو خېلو او مندوزیو ولسوال صاحب ګل فرهاد

د اسماعیلو خېلو او مندوزیو ولسوال صاحب ګل فرهاد وویل، دوی به په خپل مورد کې د دې قومي تړون د بشپړ تطبیق لپاره خپل ټول امکانات په کار واچوي.

ده وویل: "په دې قومي پرېکړه کې د نشه يي توکو خبره ده، هوايي ډزې دي، د دې ټولو مواردو په بشپړ تطبیق کې به نهايي هڅه وکړو، موږ غواړو ولس ته انګېزه ورکړو چې د قومونو پرېکړو ته احترام لرو، د قومونو پرېکړې باید با ارزښته وبللی شي، موږ په ټوله مانا د دوی شا ته ولاړ یو."

د خوست د بېلابېلو سیمو په یو شمېر قومونو کې د امنیت، نشه يي توکو د کاروبار او کارونې او غلاوو پرخلاف همدارنګه د نورو ټولنیزو بې لاریو د مخنیوي په خاطر له مخکې هم ځینې تړونونه موجود وو، خو دا لومړی ځل دی چې د خوست د یوې ولسوالۍ په کچه خلک او قومونه په خپلو کې دا ډول تړون کوي.

XS
SM
MD
LG