د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۰

نن د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران پر افغان سوله غږیږي


د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي(چپ) د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي(چپ) د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

تمه ده چې نن پنجشنبه (د غبرګولي ۱۳مه) د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران پر افغان سوله خبرې وکړي.

چین تېره میاشت وړاندیز کړی و چې د افغان حکومت او طالبانو استازې دې په چین کې غونډه وکړي، همدا راز پېکنګ د شانګهای له غړیو هېوادونو غوښتي دي چې د افغانستان د ثبات لپاره همغږه هڅې وکړي.

چین له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو وتلو ته اندېښنه لري چې د سیمې امنیت او ثبات ورسره ګډوډ نه شي.

ټاکل شوې ده چې ټول بهرني ځواکونه د سېپټمبر تر ۱۱۱مې له افغانستانه ووځي.

ټاکل شوې ده چې نن د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ویډيو کنفرانس له لارې پر افغان سوله خبرې وکړي.

د دې درې اړخېزې غونډې په اړه د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ وینبین په پېکنګ کې خبري غونډې ته پرون چهارشنبه (د غبرګولي ۱۲مه) وویل چې د شوي تفاهم له مخې به د غونډې کوربه چین وي او دا غونډه د اعتماد د پياوړي کېدو او د همکاریو د زیاتېدو لپاره مهمه ده.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ وینبین
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ وینبین

د ښاغلي وینبین په وینا له افغانستانه د امریکا او ناټو ځواکونه په داسې وخت کې وځي چې د سولې او پخلاینې خبرې په حساسه مرحله کې دي او دې حالت د افغانستان او د سیمې امنیتي وضعیت له یو ډول بې باورۍ سره مخامخ کړی دی.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بیا وویل چې د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پرېکړه وکړه چې په درې اړخیزه غونډه کې برخه واخلي، په افغانستان کې به د سولې او پخلاینې په اړه جدي خبرې سره وکړي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته چین اندیښنه لرې چې د افغانستان امنیتي وضعیت ګډوډ نه شي او د افغانستان له خراب امنیتي وضعیته اویغور مسلمانانان استفاده ونه کړي، هلته منظم او منسجم نه شي او د چین پرضد وسله راوا نه خلي.

د دې اندېښنو په ترڅ کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي تېره میاشت د پاکستان او افغانستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره په ټیلیفون خبرې کړې وې او ویلي یې و چې پېکنګ له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته تمه لري چې ملګري ملتونه په دغه هېواد کې ډېر فعال شي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر په دې باور دی چې د شانګهای د همکاریو سازمان چې د پاکستان او هند په ګډون اته غړي لري د افغانستان په مساله کې همغږه هڅې وکړي.

د پیکنګ، کابل او اسلام اباد ترمنځ درې اړخیزې غونډې پخوا هم شوې دي او نننۍ غونډه یې څلورمه یوه ده. د دې غونډې په اړه د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل چې د مثبتو نتیجو تمه ترې لري.

XS
SM
MD
LG