د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

د افغانستان د تکواندو ملي فدراسیون د کرونا ټسټونو برخه کې د ناغېړۍ تورونه رد کړل


د افغانستان د تکواندو ملي فدراسیون چارواکو خبري کنفرانس
د افغانستان د تکواندو ملي فدراسیون چارواکو خبري کنفرانس

د افغانستان د تکواندو ملي فدراسیون چارواکي اردن ته د لوبغاړو تر سفر مخکې د کرونا ویروس د ټسټونو په برخه کې پر دغه فدراسیون د ناغېړۍ تورونه ردوي.

‎د توکیو د ۲۰۲۰ کال المپیک سیالیو له سهمیې د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې د لیرې کېدو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې د افغان ورزش مینه‌والو پراخ غبرګونونه د دې لامل شول چې د تکواندو ملي فدراسیون مسؤلین د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۰۳» په کابل کې یو خبري کنفرانس جوړ کړي.

‎د تکواندو ملي لوبډلې روزونکي بشیر تره‌کي دغه کنفرانس ته وویل، ټول هغه لوبغاړي چې ټسټونه‌یې مثبت ښودل شوي، په اردن کې د تمرینونو پر مهال په کرونا ویروس اخته شوي دي.

‎ښاغلي تره‌کي وویل چې ټولو لوبغاړو د تمرینونو له پیل مخکې په ایران، دوبۍ او اردن کې د کرونا ټسټونه کړي وو او پایلې یې هم منفي وې.

د تکواندو ملي ټیم روزونکی بشیر تره‌کی
د تکواندو ملي ټیم روزونکی بشیر تره‌کی

دی زیاتوي: "په دوبۍ کې د ټولو لوبغاړو د ټسټونو پایلې منفي وې، وروسته ولاړو اردن ته، په اردن کې هم زموږ د ټولو لوبغاړو تسټونه منفي و، موږ خپل تمرینونه هلته پیل کړل، له بده مرغه له ۷۲ ساعتونو وروسته د زهرا رضایي ټسټ مثبت و، دوه ورځې وروسته زموږ د یو روزونکي ټسټ مثبت شو، په وروستۍ شپه د محسن رضایي ټسټ هم مثبت راغی."

‎د نړیوال او اسیایي فدراسیون د اصولو له مخې، هر کله چې د یوې لوبډلې د ۵۰ سلنه لوبغاړو ټسټونه مثبت و، د لوبډلې ټول غړي د المپیک سیالیو له سهمیې محروم کېږي.

‎محسن رضایي، محمد مرزایي، زهرا مرزایي او سمیه غلامي هغه افغان تکواندو کاران دي چې د کرونا ټسټونو پایلې یې مثبتې ښودل شوي.

‎له دې ډلې د تکواندو ملي لوبغاړې سمیې غلامي د کرونا ټسټ له سفر وړاندې په افغانستان کې مثبت ښودل شوی چې له سفره پاتې وه.

‎د افغانستان د تکواندو ملی ټیم لوبغاړی فرزاد منصوري وایي چې د المپیک سیالیو د سهمیې لپاره‌یې څلور کاله هڅې او تمرینونه وکړل، خو په خبره‌یې د ملګرو په کرونا اخته کېدو ترې بې‌برخې کړ.

د افغانستان د تکواندو ملی ټیم لوبغاړی فرزاد منصوري
د افغانستان د تکواندو ملی ټیم لوبغاړی فرزاد منصوري

منصوري وايي: "زه ‌‌‌‌‌‌ډېر خواشینی یم چې ومې نشو کړای په دغو سیالیو کې ګډون وکړم، څلور کاله مې زیار وکاږه چې د دغو سیالیو سهمیه ترلاسه کړم او المپیل ته لار ومومم، خو له بده مرغه ونه‌شو."

‎د تکواندو فدراسیون روزنکی بشیر تره‌کی وایي چې دغه فدراسیون د تکواندو لوبغاړي فرزاد منصوري چې د کرونا ټسټ پایله‌یې منفي ده، د انفرادي ګډون وړاندیز د المپیک نړیوالې کمېټې ته کړی، خو تر اوسه‌یې ځواب نه‌دی تر لاسه کړی.

‎د تکواندو لوبغاړو شپږ کسیز پلاوي کې درې لوبغاړي، دوه روزونکي او د هیئت مشر شامل وو چې د افغانستان په استازیتوب د توکیو د ۲۰۲۰ کال المپیک سیالیو د سهمیې د ترلاسه کولو لپاره اردن ته تللي وو.

XS
SM
MD
LG