د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

"ډېر ژر به یو شمېر دیني عالمان او قومي مخور د سولې په پار طالبانو ته جرګه شي"


ارشیف، د طالبانو د سیاسي دفتر استازي
ارشیف، د طالبانو د سیاسي دفتر استازي

یو شمېر دیني عالمان او قومي مخور غواړي د سولې په اړه د مخامخ خبرو لپاره طالبانو ته جرګه شي.

په سیاسي چارو کې د جمهوري ریاست سلاکار محمد اکرم خپلواک وايي، دا وړاندیز یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو له ښاغلي غني سره په لیدنه کې کړی او جمهور رییس هم ترې هرکلی کړی.

ښاغلي خپلواک د سې‌‌شنبې (د غويي ۲۸مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دیني عالمانو او قومي مشرانو جمهور رییس غني ته ویلي، دوی به په دې جرګه کې له طالبانو سره د سولې د ارادې او نورو موضوعاتو په اړه وضاحت وغواړي.

په سیاسي چارو کې د جمهوري ریاست سلاکار محمد اکرم خپلواک
په سیاسي چارو کې د جمهوري ریاست سلاکار محمد اکرم خپلواک

ښاغلي خپلواک زیاته کړه: "جمهور رییس غني د دوی له دې وړاندیز چې مقابل لوري ته هم ولاړ شي، هرکلی وکړ. دا یو مثبت ګام دی چې څه ډول دیني عالمان او قومي مشران له دواړو خواوو سره په دې اړه وغږیږي، هم د منځګړیتوب پر بنسټ او څه ډول وشو کولی ټوله پروسه افغاني او ولسي کړو او څه ډول وشو کولی چې تل‌پاتې سولې ته ورسېږو."

ښاغلی خپلواک زیاتوي، د ولسونو دا جرګه به مثبتې پایلې ولري او د سولې د راتلو لامل به شي.

د جمهور رییس غني د سلاکار په خبره، دا جرګه د دیني عالمانو او قومي مشرانو له‌خوا جوړېږي او پر همدې بنسټ یې ټولې چارې ولسي دي او ژر به یې نور جزییات روښانه شي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی، خو له دې وړاندې یې ویلي وو، د سولې لپاره بشپړه اراده لري.

جمهوري ریاست هم مني چې له دیني عالمانو او قومي مخورو سره کتنه کې د جمهور رییس غني له خوا د افغان حکومت د سولې ټول لید لوری دوی ته تشریح شوی او په دې برخه کې د ولسي ملاتړ هرکلی شوی.

په ورته وخت کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت بیا وايي، له هر هغه ګامه هرکلی کوي چې د سولې خبرو د پرمختګ سره مرسته کوي او له مخې یې تاوتریخوالی پای ته رسېدلی شي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري

د دې وزارت ویاندې ناجیه انوري ازادي راډیو ته وویل: "په ټوله کې د افغان حکومت رهبري او د ملي مصالحې عالي شورا په دې هڅه کې ده چې له ټولو هغو کړنلارو ګټه واخلو چې له مخې یې یوې تل‌پاتې سولې ته ورسېږو."

که څه هم طالبانو ته دا تلونکې جرګه ولسي ده، خو له دې وړاندې افغان حکومت پر دې ډلې غږ کړی چې هر ډول غواړي د سولې خبرې مخ‌ته یوسي، دوی ورته چمتو دي.

تر دې چې جمهور رییس ویلي، حاضر دی چې له طالبانو سره هر ځای چې دوی وغواړي د سولې مخامخ خبرې وکړي.

خو طالبان بیا وايي، د سولې د خبرو ادرس معلوم دی او پر حکومت تور لګوي چې د دې خبرو پر وړاندې خنډونه جوړوي.

افغان حکومت بيا برعکس طالبان تورنوي چې د پردیو د ګټو لپاره یې جګړه روانه ساتلې او د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته د جګړې د دوام لپاره هېڅ پلمه نه ده پاتې.

XS
SM
MD
LG