د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۸

روغتیا وزارت: ۱۰ سلنه افغانانو ته د کرونا ضد واکسین اخیستو لپاره پیسې نه‌لرو


ارشیف، افغانستان کې د کرونا ویروس ضد واکسین تطبیق
ارشیف، افغانستان کې د کرونا ویروس ضد واکسین تطبیق

‎د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي چې دا مهال د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د کرونا ضد واکسین د تطبیق لړۍ روانه ده.

‎د دغه وزارت مرستیال ویاند میرویس علي‌زي د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۲۷» ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وول چې د کرونا ویروس واکسین د ګډ پروګرام (کوواس) له لارې د ۲۰ سلنه وګړو لپاره به ۱۶ ملیونه دوزه واکسین ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر افغانستان ته ورسېږي.

‎ښاغلی علي‌زی وایي دا مهال دغه وزارت د واکسین د اخیستو په برخه د ۱۰ سلنه وګړو لپاره د پیسو له کمښت سره مخ دی.

‎ښاغلی علي‌زی زیاتوي: "د ۶۰ سلنه وګړو لپاره د واکسین د اخیستو په برخه کې په ټوله کې ۲۲۵ ملیونه ‌‌‌‌‌‌ډالرو ته اړتیا وه چې اکثره دغه اندازه پیسې د دولت له لوري یې تدارکات شوي، خو د ځینو خلاوو له امله موږ د ۱۰ سلنه وګړو د پیسو له کمښت سره مخ یو، دولت‌یې د تدارک لپاره په هڅه کې دی چې موږ وکولای شو د پلان له مخې په ۲۰۲۲ کال خپل ټول وګړي واکسین کړو."

کابل کې یوه روغتیايي کارکوونکې د کرونا ویروس د تطبیق پر مهال
کابل کې یوه روغتیايي کارکوونکې د کرونا ویروس د تطبیق پر مهال

ښاغلی علي‌زی وايي، د چین نه هم د هغه هېواد د ژمنو پر بنسټ هېواد ته د واکسین د دوزونو د انتقال لپاره د اداري چارو لړۍ پیل شوې چې په خبره‌یې ژر به دا پروسه هم ترسره شي.

‎د کرونا ویروس ضد واکسین له ۱۸ کلونو لوړ عمر لرونکو وګړو ته تطبیقېږي.

‎د عامې روغتیا وزارت د غوښتنو ترڅنګ ‎د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونېسف نن د نړۍ له اوو لویو صنعتي هېوادونو یا (G-7) او اروپايي ټولنې بې‌وزلو هېوادونو ته د کرونا ضد واکسین په رسولو کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

‎دغې ادارې د کوواکس په نوم د واکسین شریکولو پروګرام له لارې په بې‌وزلو هېوادونو کې د واکسین د کموالي د ستونزې د حل غوښتنه کړې ده.

د ‎دغې ادارې له لوري په یوه اعلامیه کې راغلي، اووه لوی صنعتي هېوادونه او اروپايي ټولنه که په جون، جولای او اګسټ میاشتو کې یوازې خپله موجوده ۲۰ فیصده عرضه شریکه کړي، کولای شي بې‌وزلو هېوادونو ته ۱۵۳ ملیونه دوزه واکسین برابر کړي.

‎بل‌خوا ځیني ‌‌‌‌‌‌ډاکتران هم د کرونا ویروس تطبیق ته اشده اړتیا ويني.

‎په کابل کې د 'کووېډ-۱۹' لپاره د ځانګړي شوي افغان جاپان روغتون پخوانی مشر حکیم‌الله صالح وایي ټولو وګړو ته اړتیا ده چې باید د کرونا ویروس ضد واکسین ولګوي.

د افغان جاپان روغتون پخوانی مشر حکیم‌الله صالح
د افغان جاپان روغتون پخوانی مشر حکیم‌الله صالح

‎‎د ښاغلي صالح په خبره که څه هم د دغه واکسین په اړه بېلابېل نظرونه او شایعات خپاره شوي، خو په خبره‌يې دا واکسین د 'کووېډ-۱۹' وژونکې ناروغۍ د مخنیوي لپاره مؤثره لاره ده.

ښاغلی صالح زیاتوي: "نه‌یوازې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ واکسین، بلکې د ټولو نورو ناروغیو د مخنیوي لپاره واکسینونه ګټور دي، خو دا طبیعي ده او کله نا کله سایډ افېکټ یا جانبي عوارض لري."

ښاغلی صالح وایي له واکسین وروسته جانبي عوارض د دې ښکارندویي کوي چې واکسین شوي کس کې ویروسونه فعال دي.

د ده په خبره، د دغو واکسینونو په تطبیقولو سره فعال ویروسونه له‌منځه تللی شي.

‎د افغانستان عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان د کرونا ویروس د خپرېدو له پیل تر دې دمه له ۶۳ زره زیاتې مثبت پېښې ثبت شوي چې له دې شمېر له ۲،۷۰۰ زیات وګړي یې له امله مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG