د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۱

دفاع وزارت: له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو به امنیتي تشه رامنځته نه شي


افغانستان کې یو شمېر امریکايي سرتیري
افغانستان کې یو شمېر امریکايي سرتیري

لویدیځو رسنیو راپور ورکړی چې له افغانستانه د پوځي تجهیزاتو د بسته بندۍ، لېږد او له دغه هېواده د ټولو امریکایي ځواکونو په ایستلو کار روان دی.

'سي.اېن.اېن' د درېیو امریکایي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د خوندي ایستلو لپاره په سيمه کې سلګونه سرتیري ځای پرځای کړي دي.

دغو رسنیو دغه شان راپور ورکړی چې د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن په سیمه کې د الوتکې وړونکې سمندري بېړۍ، ساتل هم منظور کړي دي.

بل خوا د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي پرون جمعه (د غويي ۳مه) په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه وځي او د دغو ځواکونو د امنیت د خوندیتوب لپاره له وړاندې بي-۵۲ دوه بم غور ځوونکي په سیمه کې ځای پرځای شوي دي.

د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي
د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي

'سي.اېن.اېن' همدارنګه د یوه امریکایي چارواکي په حواله چې نوم یې نه دی اخېستل شوی لیکلي چې اوس مهال ډېر تمرکز د هغو تجهیزاتو په لېږدولو دی چې افغانستان کې له منځه نه وړل کېږي او افغان ځواکونو ته هم نه سپارل کېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان د دغو راپورونو په غبرګون ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونه له ښو وړتیاوو برخمن دي او له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په وتلو سره به هېڅ کومه تشه رامنځ ته نه شي.

ښاغلي امان زیاته کړه: "د افغانستان دفاع وزارت د مسؤلیت اخېستلو لپاره ټول چمتووالی نیولی، موږ مشخص پلان لرو او د دغه پلان په چوکاټ کې د مسؤلیتونو لېږد ترسره کېږي او هېڅ ډول اندېښنه باید ونه اوسي او د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به هېڅ کومه تشه رامنځته نه شي. "

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان
د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان

په ورته وخت کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې شپږ بي - ۵۲ جنګي الوتکې په منځني ختیځ کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره ځای پر ځای شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا د استخبارتي سازمان 'سي. ای.اې' مشر پرېس ویلیام د تېرې اوونۍ په وروستیو کې په یوه نااعلان شوي سفر کابل ته راغلی او افغان چارواکو سره یې په کتنه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې برخه کې د امریکا د هڅو خبره کړې ده.

دغه خبري اژانس لیکلي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې برخه کې د افغان ځواکونو د وړتیاوو په اړه اندېښنې ډېرې شوي دي.

امریکا د استخبارتي سازمان 'سي. ای.اې' مشر پرېس ویلیام
امریکا د استخبارتي سازمان 'سي. ای.اې' مشر پرېس ویلیام

خو د افغانستان د وسله وال پوځ پخوانی لوی درستیز شېر محمد کریمي وايي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ډېر ښه روزل شوي او له ښو وړتیاوو برخمن دي.

ښاغلی کریمي بیا د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغان ځواکونو فني او لوژستيکي وړتیاوو ته په اندېښنه کې دی.

دی وايي: "فني او لوژستيکي وړتیاوې ډېرې مهمې دي. که زموږ اردو له فني او لوژستيکي اړخه کمزورې نه شي خپلې دندې به په ښه ډول ترسره کړي."

د افغانستان د وسله وال پوځ پخوانی لوی درستیز شېر محمد کریمي
د افغانستان د وسله وال پوځ پخوانی لوی درستیز شېر محمد کریمي

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن اعلان کړی چې د روان زېږدیز کال د سېپټمبر میاشتې تر ۱۱مې نېټې پورې به ټول امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي.

خو یو شمېر لوړ رتبه امریکايي چارواکو په افغانستان کې روان وضعیت ته په کتو خبرداری ورکړی چې دا کار به ښې پایلې ونه لري.

XS
SM
MD
LG