ایران د څه باندې ۶۰ فیصدي یورانیمو د پخولو یا غني کولو خبرداری داسې وخت ورکړ چې تردې څو ساعته مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د نطنز پر اټمي تأسیساتو ادعا شوې حمله 'یو بد قمار' وباله.
محمد جواد ظریف وویل چې دغه قمار به د نړۍ له پیاوړو هېوادونو سره د ۲۰۱۵میلادي کال د اټمي تړون د بیا احیا په مذاکرو کې د ایران مټې نورې هم غښتلې کړي.
ښاغلي ظریف زیاته کړه: "که اسرائیلیانو فکر کړی وي چې ایران د بندیزونو د رد له تعقیب څخه راګرځولی شي او د ایران د خلکو مخه نیولی شي، ډېر بد قمار یې وهلی دی."
دولتي اژانس ایرنا پرون سې شنبه (د وري ۲۴مه) راپور ورکړی، ایران د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې ته د ۶۰ فیصدي یورانیمو د پخولو د پلان په اړه خبر ورکړی دی.
د ایران انګرېزي ژبي دولتي ټلوېزیون 'پرېس ټي. وي' راپور ورکړی چې د یورانیمو د غني کولو دا پروسه به سر له نن چهارشنبې (د وري ۲۵مه) پیل شي.
د ۶۰ فیصدي یورانیمو غني کول به د ایران د اټمي پروګرام له خوا تر ټولو د لوړې سطحې غني شوي یورانیم وي، خو بیا هم خالصوالی یې ۹۰ فیصدو ته چې د پوځي استفادې لپاره په کارېږي، نه رسېږي.
د هغه تړون له مخې چې ایران د نړۍ له پیاوړو هېوادونو سره په ۲۰۱۵م کال کې لاسلیک کړی و، تهران ژمنه کړې وه چې د خپلو یورانیمو د غني کولو اندازه به له ۳ اعشاریه ۶۷ فیصدو څخه نه اړوي، خو په وروستیو کې ایران ویلي چې اټمي تړون د اجرا وړ نه دی او ۲۰ فیصدي یورانیم یې هم غني کړي دي.
ایران د اټمي تړون له تعهداتو وروسته له هغې سرغړونه پیل کړه چې د امریکا د متحدو ایالاتونو پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ میلادي کال کې له تړونه د واشنګټن د وتلو او پر ایران بېرته د بندیزونو لګولو اعلان وکړ.
ایراني چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل، د نطنز په اټمي تأسیساتو کې یوه چاودنه د برېښنا د پرچاوۍ سبب شوه چې د سنټرفیوژونو لومړی جنراتور یې اغېزمن کړ.
ایران چې د دې پېښې د غچ اخېستلو خبرداری ورکړی، خپل اټمي فعالیتونه یې لا پراخ کړي دي.
که څه هم د هغې حملې چې په اړه یې زیات وضاحت نه دی ورکړل شوی، مسوولیت چا نه دی منلی، خو ډېر ګومان کېږي چې اسرائیل به کړی وي.
دا حمله داسې وخت کېږي چې ایران د شنبې په ورځ د نطنز په اټمي تأسیساتو کې د یورانیمو د غني کولو لپاره نوي عصري وسایل ولګول.
ایران دا وسایل داسې مهال ولګول چې د اټمي تړون د بیا برحاله کېدو لپاره هڅې ګړندۍ شوې وې.