د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۸

د کندهار پر هوايي ډګر د طالبانو برید؛ امریکا: دا پېښې د سولې خبرې ماتې سره مخ کوي


د کندهار هوايي ډګر
د کندهار هوايي ډګر

د امریکا دفاع وزارت د طالبانو له‌خوا پر کندهار هوايي ډګر پرونی (چهارشنه-د وري ۱۸مه)توغندیز برید غندي او وايي، دا ډول حملې به تاوتریخوالی زیات کړي.

طالبان وايي، پر کندهار هوايي ډګر یې ګڼ شمېر توغندي توغولي او خپله موخه یې وېشتې ده.

خو د پنټاګون ویاند جان‌کربي وايي، دا توغندي له هوايي ډګر لېرې پرېوتي او مرګ‌ژوبله نه لري.

د پنټاګون ویاند جان کربي
د پنټاګون ویاند جان کربي

په افغانستان د امریکايي عسکرو یو لوړ پوړي چارواکي هم ازادي راډیو ته ومنله چې پر هوايي ډګر برید شوی، خو مرګ‌ژوبله نه لري.

پنټاګون دا برید پارونکی بولي او زیاتوي، دا ډول پېښې د افغانستان د سولې خبرې له ماتې سره مخ کولای شي.

د پنټاګون ویاند جان کربي وايي: "موږ تل خپلو سرتېرو ته له ځانه د ساتنې یا دفاع حق لرو، خو هلته یعنې په افغانستان کې اوس‌مهال زموږ ټول تمرکز پر ډپلوماټیکو هڅو راڅرخي، څو هڅه وکړو چې دا روانه جګړه له سیاسي لارې پای ته ورسوو."

د ۲۰۵م اتل قول‌اردو ویاند خواجه یحیی علومي ازادي راډیو سره خبرو کې د توغول شوېو توغندیو شمېر څلور وښود او وایي چې په بېديا کې لګېدلي او ځاني زیان نه‌لري.

که څه هم د کندهار هوايي ډګر ټول مسوولیت افغان ځواکونو ته سپارل شوی، خو د پنټاګون د معلوماتو پر بنسټ، هلته اوس هم د ناټو د پوځیانو سربېره، ۷۰۰ امریکايي عسکر ځای پر ځای دي.

د "AIR FORCE MAGAZINE" یا د هوايي ځواک امریکايي مجله لیکي:

کندهار هوايي ډګر د امریکا او ناټو لپاره مهم پوځي مرکز یادېږي چې په کې یې د"A-10, F-16s,E-11s,C-130s,KC-135s "په څېر مهمې جنګي او ټرانسپورټي الوتکې ځای پر ځای دي.

کندهار کې د ناټو د پوځیانو سربېره، ۷۰۰ امریکايي عسکر ځای پر ځای دي.
کندهار کې د ناټو د پوځیانو سربېره، ۷۰۰ امریکايي عسکر ځای پر ځای دي.

دا په روانه میاشت کې په خوست کې له برید وروسته، دوهمه حمله ده چې طالبان یې پر هغو پوځي مرکزونو کوي، چېرې چې بهرني عسکر ځای پر ځای دي.

طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن پنجشنبه (د وري ۱۹مه) ازادي راډیو ته وویل، کندهار هوايي ډګر یې ځکه په نښه کړی چې پر ارغنداب ولسوالۍ د هوايي بریدونو الوتکې له همدې ځایه پورته شوې وې.

دی وايي: "که بریدونه کوي، باید مسوولیت ومني، موږ ته مهمه نه ده چې هلته څوک مېشت او څوک نه."

په ښکاره دا بریدونه وروسته له دې پیلېږي چې د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن د مې لومړۍ نېټه له افغانستانه د ټولو بهرنيو عسکرو د وتو لپاره له لوژستیکي اړخه ستونزمنه وبلله.

تازه اسوشېټېډ پرېس لیکي:

ښکاري چې د امریکا جمهور رئیس بې له دې چې ښکاره یې ووايي، په افغانستان کې د خپلو عسکرو د پاتېدو نېټه وغځوي او د مې لومړۍ نېټه لغوه کړي.

طالبانو بیا له وړاندې ګواښ کړی، که بهرني عسکر د دوحې تړون پر بنسټ، له افغانستانه و نه وځي، دوی به پرې بریدونه پیل کړي، خو د دوحې تړون به پر خپل ځای وي.

پوځي کارپوهان هم وايي، طالبان په دې کار سره غواړي، امریکا او نړیوالې ټولنې ته وښيي چې د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي.

شنونکی عبدالباري عارض
شنونکی عبدالباري عارض

شنونکی عبدالباري عارض وايي: "طالبان د نړۍ او امریکا د افغانستان هغه تړون ته را اړوي چې امریکا او طالبانو کړی. زه فکر نه کوم چې دا ډول خبرداریز بریدونه د هغې هوکړې خلاف وي چې دوی کړي."

د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبروري د ۲۹مې له هوکړې وروسته، له افغانستانه نږدې ۱۲زره امریکايي عسکر ووتل او اوس یوازې ۲۵۰۰ تنه پاتې دي.

له دې سربېره، په افغانستان د ناټو نږدې ۱۰زره نور عسکر هم شته چې د افغان ځواکونو په روزنه او تجهیز بوخت دي.

موده وړاندې جرمني هم په افغانستان کې خپل پوځي شتون لس میاشتې نور وغځاوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG