د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۱

پاکستان کې د ترهګرۍ ضد یو قاضي او د هغه د کورنۍ درې غړي په ډزو ووژل شول


د افتاب افریدي د جنازې مراسم
د افتاب افریدي د جنازې مراسم

پاکستاني چارواکي وایي چې په سوات دره کې د ترهګرۍ ضد یو قاضي او د هغه د کورنۍ درې غړي په ډزو وژل شوي.

پوليس وايي قاضي افتاب افریدي د یکشنبې په ماښام له خپلې مېرمنې، نږور او لمسي سره له پېښوره سوات ته روان وو چې د صوابۍ په لاره کې ورباندې وسله‌والو کسانو ډزې کړې دي.

په برید کې قاضي افریدي او د هغه د کورنۍ درې غړي وژل شوي، د موټر چلوونکی او یو ساتونکی یې ټپیان دي چې د درملنې لپاره د پېښور لېډي رېډنګ روغتون ته وړل شوي دي.

د صوابۍ پوليسو مشر محمد شعيب خان نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د دې پېښې په تړاو یې څلور کسان نيولي دي.

د وژل شوي قاضي افتاب افریدي زوی عبدالماجد افریدي د پاکستان د وکيلانو د ټولنې د مشر لطیف افریدي په شمول په شپږو نورو کسانو تور پورې کړی چې په دې وژنو کې ښکېل دي.

پاکستان کې د ترورېزم ضد محکمې د قاضي مړی
پاکستان کې د ترورېزم ضد محکمې د قاضي مړی

ماجد ویلي دغو کسانو د زړې دښمنۍ په خاطر په دوی باندې برید کړی دی.

د سترې محکمې اړوند د مدافع وکیلانو د ټولنې مشر لطیف افریدي په ځان د لګېدلو تورونو په اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

د پاکستان وکيلانو ډلو د پېښې غندنه کړې او د وير اعلان‌یې کړی دی.

د سوات وکيلانو ټولنې سکرتر جنرال عنایت‌الله خان نن ازادي راډیو ته وویل چې حکومت باید د قاضیانو امنیت ته جدي پام وکړي.

عنایت‌الله خان زیاتوي: "له صوبايي حکومته زموږ دا غوښتنه ده چې د ځانګړو محکمو د قاضیانو او زموږ د وکیلانو کلک امنیت باید ونیسي."

د قاضي افتاب افریدي او د هغه د کورنۍ د درېیو غړو پر وژنې د پاکستان صدراعظم عمران خان هم تُند غبرګون ښودلی.

عمران خان په دې اړه په یوه ټویټ کې ویلي چې د قاضي افریدي، د هغه د مېرمنې او دوو بچیانو وژنه په کلکه غندي.

خان زیاته کړې چې د ده په خبره د دې ناوړه عمل تر شا ښکېل کسان به ونیول شي او تر ټولو سخت قانوني چلند به ورسره وشي.

افتاب افریدي چې پېژندل شوی قاضي او د بشري حقونو فعال ګڼل کېده دوه میاشتې دمخه په سوات کې د ترهګرۍ ضد د ځانګړې محکمې د قاضي په توګه وټاکل شو.

په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد محکمې د ترهګرو د مالي تمویل د قضیو او هم د وسله‌والو بریدونو د عاملینو د محاکمې لپاره تأسیس شوي. د حکومت سیاسي مخالفان بیا وايي د پاکستان د ترهګرۍ ضد پراخ‌بنسټه قوانین د دغه هېواد د "ځواکمن" پوځ د منتقدینو د خاموشه ساتلو لپاره هم کارول شوي دي.

XS
SM
MD
LG