د نشهيي موادو قاچاق کوونکي پروان ولایت له کابل څخه د افغانستان شمال او بیا له شمال څخه کابل ته د نشهيي موادو د قاچاقو د لارې په توګه کاروي.
د دې ولایت اوسېدونکي وايي، نهيوازې دا چې پروان ولایت د نشهيي موادو د قاچاقو په لاره اوښتی، بلکې په دې ولایت کې نشهيي موادو ته اسانه لاسرسي ډېری ځوانان په نشو باندې هم اخته کړي دي.
د دې ولایت دوه اوسېدونکي ایمل عبدالله او ندیم افضلي وايي چې په پروان ولایت کې نشهيي موادو ته اسانه لاسرسی د اندېښنې وړ خبره ده: "که څه هم زموږ امنیتي ځواکونه لاسته راوړنې لري، خو کافي نهدي. موږ وینو چې خلک نشهيي مواد په اسانۍ سره ترلاسه کوي او استعمالوي يې. موږ له دولت او امنیتي ځواکونو څخه غوښتنه کوو چې دې ستونزې ته ډېره پاملرنه وکړي. باید هېوادوال مو په نشو باندې اخته نهشي."
"په دې وروستیو وختونو کې په پروان ولایت کې د نشهيي موادو قاچاق او خرڅلاو ډېر شوی دی. موږ له امنیتي ځواکونو څخه غواړو چې مخهیې ونیسي. دغه ډول د پروان ولایت له امنیه قوماندانۍ څخه هم غواړو چې د نشهيي موادو د قاچاقو مخه ونیسي، هر څومره چې د نشهيي موادو قاچاق ډېرېږي په هغه اندازه معتادين هم ورسره ډېرېږي."
د پروان ولایت پولیس هم دا مني چې د سالنګ له لارې کابل او له کابل څخه د افغانستان شمال ته د نشهيي موادو قاچاق ډېر شوی دی.
د پروان ولایت د امنیه قوماندانۍ له نشهيي موادو سره د مبارزې مدیر نورالدین ازادي راډیو ته وویل، په ۱۳۹۹ کال کې څه د پاسه ۱۰۰ قاچاق کوونکي له سلګونو کیلوګرامو نشهيي موادو سره نیول شوي دي.
ښاغلی نورالدین وايي: "له نشهيي موادو سره د مبارزې مدیریت په روان کال کې د ۹۴ عملیاتو په نتیجه کې ۱۲۹ تورن کسان نیولي دي، له دوی سره ۱۶ کیلوګرامه هیروئین، ۲۱۶ کیلوګرامه ښیښه، ۱۰۸ کیلوګرامه تریاک، ۱۸۰ کیلوګرامه چرس، دوه زره او ۳۲۱ ټابلېټ کا ګولۍ او ۱۱۸ لیټره شراب هم نیول شوي دي."
د احصائیې او معلوماتو ادارې سروې ښيي چې په ۱۳۹۹ کال کې پروان د افغانستان يو له هغو ۱۲ ولایتونو څخه ګڼل کېږي چې د کوکنارو کښت پهکې صفر شوی، خو له دې ولایت څخه رارسېدلي راپورونه ښيي چې د دې ولایت په ځینو سیمو کې بنګ کرل کېږي.
د دغه راپور د غږیزې بڼې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: