د امریکا متحده ایالاتو د ایران له خوا د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون په اړه د یوه غیر رسمي بحث په ردېدو باندې خواشیني ښودلې.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي په یوه اعلامیه کې ویلي چې امریکا د ایران په ځواب خواشینې ده، خو فعاله ډیپلوماسي ته چمتو ده څو د اټمي تړون تعهداتو ته د ګډې ستنېدا لار هواره شي.
امریکا همداراز ویلي چې له بریتانیا، فرانسې، جرمني، روسیې او چین سره چې د ایران د اټمي تړون پاتې لاسلیکوونکي دي د یوې غوره لارې په اړه سلا مشوره کوي.
په اصل کې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د مستقیمو خبرو اترو لپاره هڅې پیل کړي او غوښتلیې په نږدې راتلونکي کې د دوی او د ایران د اټمي تړون د پاتې لاسلیکوونکو ترمنځ غیر رسمي ناسته وشي.
ایران بیا له لومړي سره ویلي چې که امریکا او نور قدرتونه په ایران باندې بندیزونه او فشارونه کم کړي، دوی چمتو دي چې د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون کې کړیو ژمنو ته وروګرځي.
دا خبره د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیبزاده پرون هم تکرار کړه.
هغه وویل د جوزف بورېل لهخوا د غیر رسمي خبرو وړاندیز دوی ته رسېدلی، خو د ده په خبره د امریکا متحده ایالاتو او درېیو اروپايي قدرتونو وروستیو اقداماتو او اعلامیو ته په کتو ایران نهغواړي له دوی سره غیر رسمي ناسته ترسره کړي.
له کله چې د ولسمشر جو بایډن ادارې کار پیل کړی له ایران سره اټمي تړون ته د ورګرځېدو لېوالتیا ښودل شوې، خو ټينګار یې کړی چې ایران باید په خپلو ژمنو ودرېږي.
د امریکا متحده ایالاتو پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې خپل هېواد له هغه اټمي تړون وایست چې په ۲۰۱۵ کال کې د امریکا په شمول بریتانیا، فرانسې، روسیې، چین او جرمني له ایران سره لاسلیک کړی و.
د ټرمپ ادارې تر دې پرېکړې وروسته په ایران باندې تر ټولو سخت بندیزونه ولګول.
ایران د امریکا د اقداماتو په وړاندې چوپتیا غوره نهکړه، بلکې وار په وار چې اوس لوړې کچې ته رسېدلی د دغه اټمي تړون له ژمنو سرغړاوی ترسره کړ.
د دغه سرغړاوي لویه برخه په لوړه کچه د یورانیمو بډاینه ده. ان تر دې چې دغه هېواد په وروستیو کې فلزي یورانیم تولید کړي.
د ایران لهخوا د فلزي یورانیمو تولید چې په اټمي بمونو کې کارېږي د فرانسې، بریتانیا او جرمني تُند غبرګونونه پارولي او ویلي یې دي چې ایران په دې کار سره اټمي تړون له ګواښ سره مخ کوي.
روسیې او چین بیا له ایرانه غوښتي چې له زغم کار واخلي.