د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۴

پاکستان کې د اپوزېسیون زرګونه پلویانو د عمران خان د لیرې کېدو غوښتنه وکړه


د پاکستان پلازمېنه اسلام‌اباد کې مظاهره‌چیان د انتخاباتو د کمېسیون مخ ته د اعتراض پر مهال
د پاکستان پلازمېنه اسلام‌اباد کې مظاهره‌چیان د انتخاباتو د کمېسیون مخ ته د اعتراض پر مهال

په پاکستان کې د اپوزېسیون په زرګونه پلویانو د پراخو مظاهرو پر مهال د صدراعظم عمران خان د لیرې کېدو غوښتنه وکړه.

دا مظاهرې د نهو مخالفو ګوندونو له‌خوا پیل شوي چې د عمران خان پر ضد یې یو ائتلاف جوړ کړی دی.

د پاکستان ډیموکراتیک غورځنګ چې له ۹ ګوندونو جوړ ائتلاف دی د پاکستان د ټاکنو له کمېسیونه غوښتنه وکړه، د صدراعظم عمران خان پر ضد د څه باندې شپږ کلن شکایت په اړه پرېکړه اعلان کړي.

په دغه شکایت کې ویل شوي چې عمران خان د امریکا له متحده ایالاتو مالي مرسته ترلاسه کړې ده.

خو د ټاکنو کمېسیون له غوښتنو سره سره د دې شکایت په اړه خپله نهايي پرېکړه نه‌ده اعلان کړې.

مریم نواز
مریم نواز

په اسلام‌اباد کې د مظاهرې برخه‌والو ته د مسلم لیګ ن ګوند مرستیال مشرې مریم نواز وویل: "کوم بانک اکاونټونه چې عمران خان د پاکستان له ولسه پت کړي وو، هغه ۲۳ اکاونټونه دولتي بېنک نیولي چې د عمران خان په دستخطونو چلېدل، داسې نه‌ده چې ګواکې عمران خان ته دا نه‌وه معلومه، بلکې د بهرنیو چندو دا جرم‌یې په لوی لاس د پاکستان له ولسه او الېکشن کمېشنه پټ کړی دی."

له عمران خانه د هغه یوه جلا شوي نږدې متحد په ۲۰۱۴م کال کې د پاکستان د ټاکنو په کمېسیون کې د عمران خان له‌خوا له بهره د مالي مرستې ترلاسه کولو په اړه شکایت ثبت کړ. هغه ویلي وو چې دا پیسې ممکن په غیر قانوني ډول پاکستان ته لېږل شوې وي.

د پاکستان د ټاکنو قانون له مخې یو سیاستوال یا سیاسي ګوند نه‌شي کولای د ټاکنیزو کمپاینونو لپاره له بهره مالي مرسته ترلاسه کړي.

حقوقي متخصصان په دې باور دي چې د صدراعظم عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف پاکستان ګوند ښايي له بهره د مالي مرستې د ترلاسه کولو او د پاکستان د امنیت د کمزوري کولو له کبله له بندیزونو سره مخامخ شي.

د پاکستان صدراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان
د پاکستان صدراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان

د پاکستان تحریک انصاف ګوند تېره اوونۍ تأیید کړه چې د ټاکنیزو کمپاینونو لپاره‌یې بسپنه ټوله کړې، خو دا موضوع‌یې رد کړه چې دا پیسې دې غیر قانوني وي او ویې‌ویل دا موضوع په امریکا کې ځینو «نامشخصو» اجنټانو پورته کړې ده.

پاکستاني چارواکو په مظاهرو کې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره له وړاندې د ټاکنو کمېسیون، پارلمان او سترې محکمې د ودانیو مخې ته په زرګونه پولیس ګمارلي وو.

پولیسو پر دغو ودانیو د اغزن سیم په غځولو سره امنیتي تدابیر سخت کړي وو او د مظاهره‌چیانو د وړاندې تګ مخه‌یې ونیوله.

پولیس پاکستان
پولیس پاکستان

پرون په اسلام‌اباد کې د روانو مظاهرو په لړ کې مظاهره‌چیانو له واک څخه د عمران خان د لیرې کېدو او په پاکستان کې له سره د پارلماني ټاکنو غوښتنه وکړه.

دوی ادعا وکړه چې د ۲۰۱۸م کال په ټاکنو کې عمران خان د پوځ په مرسته په تقلبي رایو واک ته ورسول شو. د پاکستان پوځ او واکمن ګوند دا تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG