د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۰

په قطر کې د افغان دولت مرکچي پلاوی کابل ته راځي


د افغان دولت مذاکره کوونکی هیئت
د افغان دولت مذاکره کوونکی هیئت

د دولت مذاکره کوونکی هیئت وايي له حکومتي او سیاسي مشرانو سره د سلا مشورو لپاره کابل ته ستنېږي او هڅه کوي پاتې مذاکرې په سرعت مخ ته لاړې شي.

دغه هیئت له درېیو میاشتو راهیسې په قطر کې د طالبانو له مذاکره کوونکو سره په مذاکرو بوخت و چې بالاخره‌یې د ډسمبر میاشتې پر دوهمه د اصلي مذاکرو پر ۲۱ ماده‌یي کړنلار او مقدمې موافقه وکړه.

د دولت د مذاکره کوونکي هیئت یوې غړې حبیبې سرابي پرون وویل، دوی هڅه کوي چې د مذاکرو پاتې پروسه په چټکۍ مخ ته لاړه شي.

حبیبه سرابي
حبیبه سرابي

اغلې سرابي زیاته کړه: "په دې موده کې چې پر اجنډا بحث شوی، هغه اساسي موضوعات دي چې د دولت له رهبرۍ او سیاسي قشر سره سلا مشورو ته اړتیا لري. ځکه نو هیئت د رخصتۍ لپاره نه، بلکې د مشورو ترلاسه کولو، د ګډ نظر د ایجاد، دغه‌راز د ټولو اړخونو د ګډ نظر اخیستو لپاره کابل ته ځي او د سولې پاتې پروسه به د مشرانو د لیدلوري او مشورو په رڼا کې په وړ سرعت سره مخ ته یوسو."

مېرمن سرابي وايي زیات تمرکز پر دې دی چې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسېږي او پر اوربند موافقه وشي.

د دولت او طالبانو مذاکره کوونکو ویلي چې تر درېیو اوونیو وروسته به خپلې مذاکرې بېرته پیل کړي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د شنبې په ورځ پېشنهاد وکړ چې د سولې د مذاکرو پاتې پړاوونه دې په افغانستان کې دننه تعقیب شي.

حمدالله محب
حمدالله محب

د سولې ولسي حرکت مشر اقبال خېبر د دې پېشنهاد هرکلی کوي، خو وايي په کار ده د سیمې لاسونه له دې پروسې لنډ شي.

ښاغلی خیبر وايي: "دا خو تر ټولو ښه وړاندیز دی چې په کور دننه یوه سیمه د امن سیمه شي، هلته اوربند وشي او مطلقه یوه خپلواکه سیمه وي چې نه طالبان او نه هم افغان حکومت په‌کې دخیل وي. که په دغسې سیمه کې خبرې شروع شي، ډېره څرګنده ده چې له خبرو د سیمې او نړۍ د استخباراتو لاسونه لنډېږي، خو خبره دا ده چې دا زمینه ځکه نه‌ده مساعده چې نه د سیمې استخبارات غواړي د سولې له بهیر څخه لیرې شي نه هم د نړۍ استخبارات."

د ملي امنیت شورا وايي که د سولې پاتې مذاکرې په افغانستان کې دننه تعقیب شي، دغه مذاکرې به تر ډېره د افغانانو خپلې ګټې خوندي کړي او د نورو له لاسوهنو به خوندي وي.

وسله‌والو طالبانو ویلي، په افغانستان کې دننه د مذاکرو د پاتې پړاوونو د تعقیب په اړه به خپل دریځ وروسته روښانه کړي.

که څه هم د طالبانو مذاکره کوونکي د سپټمبر له ۱۲مې په قطر کې په مذاکرو بوخت دي، خو په افغانستان کې د دې ډلې حملې بندې شوې نه‌دي.

XS
SM
MD
LG