کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر وایي د دوحې تړون ټولې برخې یو په بل تړلې او مشروطې دي او داسې نهشي کېدای چې یوه برخهیې عملي او بلهیې له پامه وغورځول شي.
راس وېلسن دا خبره پرون افغان خبریالانو ته په یوه انلاین کنفرانس کې کړې، خو ټینګار یې کړی چې د امریکا متحده ایالات د دوحې تړون د ټولو برخو تطبیق غواړي.
هغه طالبان ګرم بللي چې د تاوتریخوالي د کمولو په څېر د دوحې د تړون ګڼې برخې یې نهدي عملي کړي، سره له دې په دې تمه دي چې افغان حکومتیې پاتې اووه زره نور بندیان هم ورخوشې کړي.
ښاغلي وېلسن زیاته کړه: "د طالبانو د ۷ زرو نورو بندیانو د خوشې کېدو موضوع په مشخص ډول د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه کې پېشبیني شوې. د دې هوکړې شرایطو ته په پام طالبان توقع لري چې د دې زندانیانو د ازادولو په برخه کې د ډسمبر میاشتې تر نیمایي پورې چې دقیقه نېټهیې زما په یاد نهده پرمختګ وشي، خو دا ټول شرایط یو بل پورې تړلي دي. تاسې نهشئ کولای ووایئ چې دې برخې ته پابند واوسو پرته له دې چې نورو ابعادو پورې یې پابند واوسو."
د افغان حکومت ویاندویانو تازه د ښاغلي وېلسن د څرګندونو او په دې اړه چې افغان حکومت د نورو طالب بندیانو د خوشې کولو یا نهخوشې کولو په اړه څه دریځ لري، خبرې ونهکړې.
افغان حکومت طالبان ملامتوي چې د پنځه نیم زره بندیانو په خوشې کېدو سربېرهیې له تاوتریخوالي لاس نهدی اخیستی او نهیې د اوربند لپاره زړه ښه کړی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني شنبه د ملي مصالحې عالي شورا په لومړنۍ ناسته کې هم د پنځه نیم زره طالب بندیانو خلاصون یاد کړ او ویېویل چې د افغانستان حکومت او خلکو د سولې لپاره قربانۍ ورکړې، خو د ده په خبره طالبانو کوم نرمښت ونهښود.
طالبان بیا په دې لټه کې دي چې نور بندیانیې خوشې شي.
د دې ډلې د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته پرته له دې چې د دوحې په تړون کې د تاوتریخوالي د کمښت مسئلې ته اشاره وکړي ټينګار وکړ چې پاتې طالب بندیان باید خوشې شي.
ښاغلی نعیم وايي: "باید د پاتې بندیانو مسئله جدي ونیول شي. لکه څنګه چې تعهد شوی دی ژمنه شوې ده. په هماغه شکل دا پاتې بندیان هم خلاص شي. همدارنګه د تورو لېستونو په تړاو هم چې کوم تفصیل په توافقنامه کې راغلی د هغه په مطابق باید کار وشي."
- عام افغانان د طالب بندیانو د خوشې کولو په تړاو څه وایي؟
د ننګرهار او بلخ دوو اوسېدونکو محمد فاروق او رفیع ازاد د ازادي راډيو خبریالانو ته په لنډو غږیزو پیغامونو کې ویلي چې د اووه زره طالب بندیانو د خلاصون مسئله باید په اوربند وتړل شي.
د ننګرهار اوسېدونکي محمد فاروق ویلي: "که د اووه زره بندیانو په خوشې کولو باندې سوله راځي موږ خوشحاله یو ورته، خو د پنځه زره بندیانو په خوشې کېدلو باندې معلومه شوه چې سوله نهیوازې رانهغله، بلکې لا جنګ شدت وموند. نو پهکار ده چې اول اوربند وشي او بیا دا اووه زره بندیان خوشې کړای شي."
د بلخ اوسېدونکي رفیع ازاد په خپل پيغام کې ویلي: "دا خو معلومه خبره ده چې د بندیانو خوشې کول ځان ته شرایط او قوانین لري. که چېرته اوربند وشي او هغې نه وروسته بندیان خوشې شي دا به ډېره ښه خبره وي. حکومت که دا شرط کېږدي چې د اوربند نه وروسته دا اووه زره بندیان خوشې کېږي ځکه هغوی هم افغانان دي ښه به وي."
د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ په ۲۹مه له هوکړې وروسته، طالبانو د بینالافغاني خبرو د پیلېدو لپاره د خپلو پنځه زره بندیانو خوشې کېدل اساسي شرط وباله.
له ډېرو ناندریو وروسته بالاخره افغان حکومت د دې ډلې پنځه نیم زره بندیان خوشې کړل چې د سپټمبر په ۱۲مهیې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو پيل ته زمینه برابره کړه.
په دې پنځه نیمو زرو طالب بندیانو کې د افغان ولسمشر او نورو چارواکو په خبره هغه ۴۰۰ خطرناکه طالب بندیان هم شامل وو چې په ګڼو لویو بریدونو کې یې لاس درلود.