د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

فوزیه کوفي: نړۍ دې د افغان سولې د بهیر په اړه نه بې‌ حوصلې کېږي


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري، په قطر کې د افغان سولې په اړه د غونډې یوه څنډه
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري، په قطر کې د افغان سولې په اړه د غونډې یوه څنډه

د افغان دولت د مذاکره کوونکي پلاوي غړې فوزیې کوفي له طالبانو سره د مذاکراتو روان بهیر یوه اوږد مزل بولي او په دې برخه کې شته پېچلتیاوو ته اشاره کوي.

مېرمن کوفي چې د سې ‌شنبې په شپه یې" د سولې لپاره نړیوال ګډون" بنسټ له ‌خوا په یوه انلاین بحث کې خبرې کولې، راتلونکی نظام، سیاسي ګډون او اوربند د سولې روانو خبرو کې د پېچلو مسایلو په توګه یاد کړل او زیاته یې کړه چې نړۍ باید د دې بهیر پر وړاندې بې‌ حوصلې نه‌ شي.

نوموړي ویلي: "که نړۍ د افغانستان د وضعیت په اړه بې‌ حوصله شي او د سولې د اوسني بهیر د بریا لپاره له تضمین پرته افغانستان پرېږدي، طالبان به ځان په مذاکراتو او د جګړې په ډګر کې بریالی وبولي. نور به د مذاکراتو لپاره ژمنتیا و نه لري او موږ به یوې نوې جګړې ته ولاړ شو، هغه څه چې یوه منفي سناریو ده."

د افغان دولت د مذاکره کوونکي پلاوي غړې فوزیه کوفي
د افغان دولت د مذاکره کوونکي پلاوي غړې فوزیه کوفي

دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وړاندې ویلي چې تر کرسمس پورې به خپل ټول ځواکونه له افغانستان وباسي، خو تازه د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ او جرمني په بېړني ډول د عسکرو د ایستلو په اړه اندېښنه ښودلې.

د افغانستان اسلامي دولت د مذاکره کوونکې پلاوې دا غړې وايي، اوس‌مهال دواړه لوري پر اجنډا د بحث پیلولو او خپلو لومړیتوبونو د ټاکلو لپاره په کار بوخت دي.

مېرمن کوفي زیاتوي، د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکره کوونکي پلاوي لپاره د اوربند ټینګېدل او په دې اړه د بحث څرنګوالی لومړیتوب دی.

اغلې کوفي دغه شان د ملي مصالحې عالي شورا جوړښت ته اشاره کوي او وايي، دا کار به په کور دننه د سیاسیونو د نږدې کېدو په برخه کې مرسته وکړي.

له دې وړاندې د جمهور رئیس غني ویاند صدیق صدیقي ویلي، د دې شورا د جوړښت په برخه کې هېڅ ډول اختلاف نشته.

په ورته وخت کې د پاکستان لپاره د جمهور رئیس غني ځانګړی استازی عمر داوودزی چې دې بحث کې یې ګډون کړی و وايي، باور لري چې د امریکا نوی ټاکل شوی جمهور رئیس جو بایډن به د سیمې او افغانستان په اړه د ډونالډ ټرمپ په پرتله منطقي پرېکړې وکړې.

د جمهور رئیس غني ځانګړی استازی عمر داوودزی
د جمهور رئیس غني ځانګړی استازی عمر داوودزی

دی زیاتوي، جوبایډن به هڅه وکړي چې د افغانستان د سولې خبرې یوې مطلوبې پایلې ته ورسېږي: "زما شخصي لیدلوری دا دی چې د بایډن په راتلو سره به د سولې هڅې لا ډېرې او پراخې شي، خو کړنې به یې نسبت ټرمپ ته عقلاني وي. پر عقل او مشوره به ولاړې وي. مشوره د امریکا دننه او د افغانستان په ګډون له خپلو شریکانو سره."

ښاغلی داوودزی د سولې په خبرو کې د پاکستان ونډه مهمه بولي او زیاتوي، د پاکستان له همکارۍ پرته په افغانستان کې تل‌پاتې سوله امکان نه‌ لري.

دی زیاتوي، پاکستان له افغانستان غوښتي چې د سولې په ګډون خپلې غوښتنې د یوه نوم ‌لړ په ډول دوی ته وسپاري، څو دوی روښانه کړي چې په کومه برخه کې تر کومه حده مرسته کولای شي.

د دې غونډې دوه نور ګډونوالو د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق او د حزب اسلامي د شوراګانو رییس جمعه خان همدرد که له یوې خوا د سولې په خبرو کې د تېرو ۱۹ کلونو د لاس‌ته راوړنو په ساتلو ټینګار کوي، بل لورته بیا لا هم په دې باور دي چې تر اوسه هم افغان سیاسيون د سولې په اړه یوې اجماع ته نه دي رسېدلي.

د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق
د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق

د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق وايي:

"موږ سوله د افغانستان یوه اړتیا بولو، خو په دې مانا چې جمهوریت له‌ منځه ولاړ نه شي، د خلکو حقونه له‌ منځه ولاړ نه شي. سوله باید په داسې ډول و اوسي چې ټول سیاسي، قومي او ژبني لوري وکولای شي په یوې داسې فضا کې ژوند وکړي چې عزت یې خوندي وي."

د حزب اسلامي د شوراګانو رئیس جمعه خان همدرد بیا وايي:

"که دا اجماع د افغانستان د خلکو په اړه وي، نو بې له‌ شکه چې ټول افغانان سل په سله د جګړې پای او سوله غواړي، خو په خواشينۍ سره دلته سیاسي اجماع نه‌ شته."

د حزب اسلامي د شوراګانو رئیس جمعه خان همدرد
د حزب اسلامي د شوراګانو رئیس جمعه خان همدرد

د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې د وږي میاشتې په دوه ویشتمه نېټه په دوحه کې پیل شوې، خو د دې خبرو له دوام له نږدې دوه نیمو میاشتو وروسته په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم تېره اوونۍ وویل، د سولې خبرو د بحثونو لپاره تګ‌ لاره وروستۍ شوې ده او یو نقل یې د قطر دولت ته په دې خبرو کې د اسانچارې راوستو په خاطر سپارل شوی دی، خو د افغانستان حکومت ټینګار کوي چې تر اوسه د دې تګ‌لارې په مقدمه کې د لا ډېر وضاحت لپاره بحث ته اړتیا شته.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG