د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۳۲

د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي څوک و؟ 

هلمند کې د ازادي راډیو پخوانی خبریال محمد الیاس داعي
هلمند کې د ازادي راډیو پخوانی خبریال محمد الیاس داعي

محمد الیاس داعي د محمد زوی په ۱۳۶۶ لمریز کال کې د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ په چاه‌انجیر سیمه کې نړۍ ته سترګې وغړولې.

داعي خپلې ابتداییه زده‌کړې د چاه‌انجیر په عالي لیسه کې بشپړې کړې، وروسته یې د دې ولایت په دارالمعلمین کې د ادبیاتو په برخه کې تر ۱۴م ټولګې زده‌کړه وکړه، خو دا یې پای ونه باله او په اراکوزیا پوهنتون کې یې د پښتو ادبیاتو په څانګه کې لسانس واخېست.

الیاس داعي په ۲۰۰۶ میلادي کال کې رسنیو سره خپل کار پیل کړ او لومړۍ دنده یې د سلام وطندار راډیو سره واخېسته. 'اې.‌ډبلیو.پي.‌ار' او د هلمند ملي راډیو ټلوېزیون نورې ادارې وې چې د داعي د لومړۍ تجربې کوربه وې.

خو وروسته یې په ۲۰۰۸میلادي کال کې له ازادي راډیو سره دنده پیل کړه او له یوې لسیزې زیات یې په هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال په توګه دنده مخ‌ته یوړه.

الیاس داعي دوه مېندې، ۶ خویندې او ۸ وروڼه درلودل. هغه واده کړی و او ثمره یې د مهربان په نامه کوچنۍ لور ده.

محمد الیاس داعي د پنج‌شنبې په ورځ سهار نږدې نهه بجې هغه مهال چې له خپل کوره په هلمند کې د خبریالانو پرېس کلپ ته روان و، په موټر پسې یې نښلېدلي چسپکي ماین چاودنه وکړه او خپل روح یې پاک رب ته وسپاره.

له الیاس داعي سره په دې پېښه کې د هغه ورور مجتبی محمدي چې هغه هم خبریال و، ټپي شو، خو د هغه روغتیا ښه ده.

د ښاغلي الیاس داعي وژنې په کور دننه د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو او افغان حکومت غبرګون هم را پورته کړی دی.

  • 16x9 Image

    امېد زهیرمل

    امید زهیرمل (په انګرېزۍ کې: Omid Zahirmal) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریال دی، چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي. 

This item is part of
XS
SM
MD
LG