په ارمنستان کې سیاسي کړکېچ وروسته له هغې زیات شو چې صدراعظم نیکول پاشنیان له اذربایجان سره د روسیې په منځګړیتوب یوه موافقه لاسلیک کړه.
دغه موافقه په لانجمنه سیمه نګورنو-قره باغ او شااوخوا ساحو کې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د څه باندې شپږو اوونیو جګړو د ختمېدو په اړه وه.
د اوربند مخکنۍ درې موافقې ناکامې شوې.
اپوزیسیون په پام کې لري نن د صدراعظم د استعفا د غوښتنې لپاره په پلازمېنه یریوان کې مظاهرې وکړي.
که څه هم په اذربایجان کې د سې شنبې (د لړم ۲۰مه) د ورځې د اوربند د دې تازه اعلان هرکلی وشو، خو د ارمنستان په پلازمېنه کې د مظاهرو سبب شو، مظاهره چیانو پر پارلمان او نورو دولتي ودانیو یرغل ور وړ.
نن چهارشنبه (د لړم ۲۱مه) د اپوزیسیون د پلان شوي اعتراض په درشل کې د ارمنستان پولیسو خبرداری ورکړ چې د لاریونونو ترسره کول لا هم منع دي.
دغه لاریونونه د سېپټمبر پر ۲۷مه په لانجمنه سیمه نګورنو-قره باغ کې د جګړو له پیل راهیسې د پوځي مقرراتو له مخې منع شوي دي.
له دولتي ټلوېزیونه په خبرو کې د اوسني حکومت د استعفا خبره رد نه کړه، خو د «کودتا» د هرې هڅې پر وړاندې یې خبرداری ورکړ.
د روسیې په منځګړیتوب د لنډمهاله اوربند د نوې موافقې له مخې په نګورنو- قره باغ کې د روسیې سوله ساتي ځواکونه ګمارل کېږي او اذربایجان به هغه سیمې او شااوخوا ساحې چې په وروستۍ جګړه کې یې نیولي، په خپل کنټرول کې ساتي.
په موافقه کې د ارمنستان له ځواکونو غوښتنه شوې د نګورنو- قره باغ له سرحدونو بهر ځینې نیول شوې سیمې بېرته اذربایجان ته وسپاري.
د روسیې دفاع وزارت وايي، د لنډمهاله اوربند موافقې د عملي کېدو او په نګورنو-قره باغ کې د روانې شخړې د درېدو لپاره د روسیې تر ۴۰۰ زیات سوله ساتي پوځیان د سوله ساتي تازه شوي پنځه کلن ماموریت له مخې د ګمارل کېدو په حال کې دي.
په ټوله کې به د روسیې نږدې ۲۰۰۰ پوځیان په تدریجي ډول په سیمه کې ګمارل کېږي، دوی به د هغه دهلېز ساتنه هم کوي چې د نګورنو- قره باغ عمده ښار سټیپاناکرت له ارمنستان سره تړي.