د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د اوربند د بیا تأمین لپاره په جنوا کې تازه هڅې پيل شوې دي.
د شااوخوا یوې میاشتې په موده کې څلورم وار دی چې د اوربند د تأمین لپاره دا هڅې کېږي.
دا وار د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران جنوا ته ورغوښتل شوي. د راپورونو له مخې د ارمنستان د بهرنیو چارو وزیر زهراب مناتسکانیان او د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر جیهون بایراموف د جمعې په ورځ په جلا جلا ډول د مېنسک شورا له استازو سره چې پهکې فرانسه، روسیه او متحده ایالات شامل دي او د اوربند لپاره هڅې کوي، لیدلي.
تر دې دمه د ارمنستان او اذربایجان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د مخامخ لیدنې په اړه کوم راپور نهدی خپور شوی.
د مېنسک شورا چې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان په چوکاټ کې د نګورنو قرهباغ د شخړې د هواري لپاره هڅې کوي ویلي د تازه خبرو هدف دا دی چې دواړه خواوې یوې پرېکړې ته ورسول شي او سولهییز حل ته د رسېدو په وړاندې ټول اړین ګامونه واخیستل شي.
ټاکل شوې وه چې دغه خبرې د پنجشنبې په ورځ پیل شي، خو د ارمنستاني ځواکونو تر کنټرول لاندې نګورنو قرهباغ او شاوخوا سیمو کې د نښتو د زیاتوالي له امله یوه ورځ په ځنډ پیل شوې.
وروستی وار په نګورنو قرهباغ کې چې د جګړې اصلي ډګر ګرځېدلی د امریکا متحده ایالاتو په منځګړیتوب اوربند ټینګ شو، خو یوه ورځ وروستهیې دواړو لورو یو بل تورن کړل چې له اوربندهیې سرغړونه کړې ده. تر هغه وروسته یو وار بیا درنې جګړې ونښتې.
پنجشنبه اذربایجان د هغو ۲۹ ارمنستاني سرتېرو مړي چې په لانجمنه سیمه نګورنو قرهباغ کې د جګړې په نتیجه کې وژل شوي وو، ارمنستان ته وسپارل. تر هغه یوه ورځ مخکې اذربایجاني چارواکو ارمنستان په بردعه ښار باندې د یوه توغندي په ویشتلو تورن کړ او ادعا یې وکړه چې څه باندې ۲۰ تنه ملکیان وژل شوي.
دواړو خواو ته ملکیان له جګړو ستړي دي.
د نګورنو قرهباغ یوه بوډۍ اوسېدونکې والیا سوګومونیان چې له خپلې کورنۍ او خپلوانو سره له سیمې کډه کولو ته اړ شوې ژړغونې ده او وايي چې نهغواړي خپل کور، کلی پرېږدي.
دا وايي: "زه نهغواړم لاړه شم. زه غواړم په خپل کور کلي کې پاتې شم، خو موږ ته ویل شوي چې باید دا ځای پرېږدو ځکه اذربایجانیان ډزې راباندې کوي. موږ خپل کورونه همداسې ډک پرېښي او دا دی ځو."
د نګورنو قرهباغ پر سر د ارمنستان او اذربایجان جګړه د سپټمبر له ۲۷مې پيل شوې ده.
د اذربایجان لوری د پوځیانو د مرګژوبلې په اړه معلومات نهخپروي، یوازې د ملکیانو هغه راپوروي.
اخوا د ارمنستان چارواکي او په نګورنو قرهباغ کې جلا غوښتونکی سیمهییز حکومت وايي چې د دوی لوري ته د وژل شویو کسانو شمېر له یو زر او ۱۰۰ تنو پورته تللی. زرګونه کسان هم ټپيان دي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین بیا ان د اکټوبر په ۲۲مه چې لا د جګړې یوه میاشت نهوه پوره دواړو خواو ته د نږدې پنځه زره کسانو د وژل کېدو خبره کړې وه.
نګورنو قرهباغ د اذربایجان د خاورې په توګه نړیوالو په رسمیت پېژندلې، خو له څه باندې دوو لسیزو د ارمنستان په کنټرول کې ده.