د خوړو نړیوال پروګرام د اټکل له مخې ښايي د هغو افغانانو شمېر چې سږ ۲۰۲۰ کال د خوړو د نهخوندیتوب له ستونزې سره مخامخ دي، ۱۵ میلیونو ته ورسېږي.
د ملګرو ملتونو د دې ادارې په وینا له دې ستونزې سره د مخامخ وګړو په ۱۰۰ کې ۶۰ ښايي ماشومان وي. په کابل کې د «WFP» ویاند وحیدالله اماني ازادي راډیو ته وویل په افغانستان کې د خوړو له نهخوندیتوب سره د مخامخ خلکو د شمېر د زیاتېدو یو علت د کرونا د وبا له کبله د خلکو وزګارېدل دي.
اماني زیاته کړه: "د ۲۰۲۰ کال په لومړیو کې له ۱۲ میلیونو زیات خلک د خوړو له نهخوندیتوب سره مخامخ وو. د کرونا د وبا له راتلو سره په ځینو لویو ښارونو کې د قرنطین په موده کې هغو خلکو چې په بازارونو کې یې کار کاوه او د ورځني کار له لارې یې یو څه ګټل نهشوای کولای نور په بازار کې کار او د خپلو کورنیو ملاتړ وکړي. زموږ اټکل دا دی چې د کال تر پایه ښايي په افغانستان کې ۱۵ میلیونه یا له ۱۵ میلیونه زیات خلک د خوړو له نهخوندیتوب سره مخامخ وي."
د غزني د ارزوی کلان سیمې اوسېدونکی نصرالله چې د جګړو له کبله بېکوره شوی او اوس د غزني په پښتوناباد سیمه کې دېره دی وايي، په خپل پلرني کلي کې تاکونه لري، خو دی او زامنیې اوس د کرونا وبا له کبله وزګار دي. ۷۰ کلن نصرالله په غزني کې د ازادۍ راډیو له خبریال سره خواله کړې ده.
ده وویل: "کار کله راته پیدا شي کله نهشي. بېګا د ۲۰، ۸۰ یا ۱۰۰ روپیو بېنډۍ کور ته راوړم هغه هم نیمه کلکه وي. دا حالت او داسې ژوند چې زموږ دی په والله که د هغو خلکو هم وي چې اقتصاد یې په صفر ولاړ دی."
خو ښکاري چې نصرالله کلکه عقیدتي تکیه لري چې د ناامېدۍ له یوې ترخې ژړا وروستهیې له خپل برخلیک څخه خوشحاله ساتي. "صاحبه څه به درته وایم ... چې خپل وضعیت ته وګورم ... بیا شکر وباسم چې خدایه شکر چې مسلمان یم."
د ماشومانو د ژغورنې ادارې سېف دې چلډرن په مې میاشت کې ویلي و چې افغان ماشومان د خپل وجود د معافیتي سیستم د پیاوړي کولو لپاره د ورځې مناسبو خوړو ته اړتیا لري، خو په عین حال کې په افغانستان کې د قرنطین په ترڅ کې د خوړو د موادو بیې اوچتې شوې دي.
د ناروې د کډوالو د شورا په وروستي راپور کې هم د څو نورو هېوادونو ترڅنګ په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د خوړو د نهخوندیتوب په کچه کې د پام وړ زیاتوالي یادونه شوې.
د دې راپور له مخې په دې هېوادونو کې د روان کال په لومړۍ نیمايي کې د هغو ماشومانو شمېر چې عمرونهیې له پنځو کلونو ټیټ دي او په خوارځواکۍ اخته کېږي په ۱۰۰ کې ۱۳ زیات شوی دی.
ګلبدین شپږ میاشتې مخکې خپله اووه کلنه لور د خوړو د نشتوالي له کبله له لاسه ورکړه. هغه ۳ کاله مخکې د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ په خستک سیمه کې اوسېده، خو د جګړو له پیل سره سم له خپلې مېنې بېځایه شو. ګلبدین له جګړې وتښتېد، خو د لوږې په منګولو کې راګېر شو.
ده وویل: "کرونا ویروس مې اووه کلنه لور مژده جانه ووژله. هغې خواړه نهدرلودل، شیدې یې نهدرلودې. خلکو ویل چې کېلې ورکوه، خو نه مو درلودې. ویل یې چې د مېوې اوبه او ترکاري ورکړئ، خو نه مو درلودل چې وریې کړو."
۶۵ کلن ګلبدین چې له خپلې مېرمنې او څلورو بچیانو سره د مرکز فیضاباد په پنځمه ناحیه کې د یوه خپلوان په کور کې دېره دی وايي، دی د کار وس نهلري او ماشومانیې هم کوچنیان دي.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په تېرو پنځو کلونو کې په هېواد کې دننه د شااوخوا ۲۰ لکه خلکو د بېځایه کېدو خبر ورکوي. د دې وزارت مطبوعاتي سلاکار سید عبدالباسط ازادي راډیو ته وویل چې له دې کډوالو سره مرستې دوام لري، خو نوموړی مني چې کافي نهدي.
عبدالباسط وویل: "دا اوس چې تاسو سره خبرې کوم، په ډېر ولایتونو کې مرستې روانې دي. په دې مرستو کې د خوړو مواد شامل دي، خو هومره نهدي چې د بېځایه شویو کورنیو ستونزې د څو کلونو لپاره لیرې کړي. له دې پلوه کورني بېځایه شوي خلک له ستونزو سره مخامخ دي."
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام دفتر ویلي دي چې د بېوزلو افغانانو د ملاتړ لپاره د نړیوالو مرستو ته اړتیا لیدل کېږي.
«WFP» ویلي چې له دې خلکو سره د مرستو پروګرام ته به دوام ورکړي. دا ژمنه به بې له شکه د نصرالله او ګلبدین په څېر خلکو ته امېد ورکړي، خو معلومه نهده چې په افغانستان کې به د بېوزلۍ د کچې له کمښت سره څومره مرسته وکړي.
ګلبدین په بدخشان کې د ازادي راډیو له خبریال سره د خبرو پر مهال قسم یاد کړ چې یوه مخکېنۍ شپهیې په لوږه سبا کړې وه.