د افغانستان د زندانونو د چارو د تنظیم اداره وايي، د جمهور رئیس محمد اشرف غني د فرمان په اساس د خوشې شویو زندانیانو له ډلې شااوخوا ۳۰ ښځینه زندانیانې د کفالت باالمال د نهورکړې له امله لا هم په بند خونو کې دي.
د دې ادارې ویاند فرهاد بایاني د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وږې ۲۷» ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، د دې ښځینه زندانیانو کورنیو د کفالت بالمال له ورکړې انکار کړی او که ورنهکړل شي دا بندیانې مجبورې دي چې خپله پاتې بند موده پوره کړي.
ښاغلی بیاني زیاتوي: "کم شمېر ښځینه زندانیانې چې شمېر یې له ۳۰ زندانیانو کم دی، د کفالت باالمال د نهورکړې له امله نهدي توانېدلي د فرمان له ګټو برخهمنې شي. په داسې حال کې چې سلګونه نورې ښځینه زندانیانې چې بېلابېل جرمونهیې درلودل بخښل شوي یا هم د بند مودهیې کمه شوې ده."
افغانستان کې د کرونا ویروس خپرېدو سره جمهور رئیس محمد اشرف غني پنځه میاشتې وړاندې په مشروط ډول له زندانونو د بندیانو د خوشې کېدو فرمان ورکړ چې یو شرطیې د ځینو بندیانو د ازادېدو په مقابل کې د کفالت باالمال (د حکومت د غوښتنې پر مهال د ازاد شوي زنداني د حاضرولو لپاره د تضمین کوونکي لهخوا ورکول شوی نغدي تضمین) ورکړه وه.
- خو کفایت باالمال څه دي؟
د افغانستان د مدافع وکیلانو د ټولنې مرستیاله نجلا راحل وايي: "کله چې یو څوک حبس وي او د حبس مودهیې بشپړه شوي نهوي او غواړي له حبس نه په کوم دلیل خوشې شي، نو دولت ته یوه اندازه پیسې ږدي او په خپله له زندان نه وځي. باالمال کفالت یعنې د تضمین په توګه د یوې اندازې پیسو کېښودل، د دې لپاره چې بندي ونهتښتي."
خو یو له دغو ښځینه زندانیانو ۴۰ کلنه نور بي بي ده چې د قتل په جرمیې د خپل ۲۰ کلن بند ۵ کاله تېر کړي او په مشروط ډول د افغان حکومت له لوري بخښل شوې، خو د کفالت باالمال نهدرلودو له امله لا هم د زندان ترخې ورځې شپې تېروي.
نور بي بي ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، پلارګنۍ او خسرخېلو دواړو کورنیو یې د دې د خوشې کېدو په بدل کې د ۷۵ زره افغانیو کفالت باالمال له ورکړې انکار کړی دی.
دا وايي: "موږ کفالت باالمال نهدرلود، د فرمان په اساس موږ بخښل شوي وو، نو کورنۍ او خسرګنۍ ته مې زنګ ووهلو، هغوی وویل موږ یې وس نهلرو، نو پاتې شو."
دا یوازې نور بي بي نهده چې له دې ستونزې کړېږي، بلکې کبرا هم باید د قانون په اساس د خپلې ازادۍ په مقابل کې افغان حکومت ته ۴۰ زره افغانۍ ورکړي، خو دا وايي څوکیې قبلولو او یا هم پیسو ورکولو ته تیار نهدي.
کبرا زیاتوي: "موږ سره د مرستې لپاره هېڅڅوک حاضر نهشول، اوس همدلته پلچرخي کې یو، له دولت نه همدا غواړو چې له موږ سره مرسته وکړي ځکه له دولت پرته د مرستې لپاره موږ څوک نهلرو."
دا چې افغان ولسمشر په مشروط ډول د زندانیانو د خوشې کېدو فرمان ورکړی، خو د ښځینه زندانیانو کورنۍ د دوی د خوشې کېدو قیمت ورکولو ته چمتو نهدي، د دې ستونزې د حل لپاره قانون کې کومه حللاره شته؟
یو شمېر حقوقپوهان وايي، ترڅو چې ولسمشر په دې قانون کې تعدیل رانهوړي او د کفالت باالمال دا شرط لهمنځه یونهسي د قانون په اساس دا زندانیانې له بند نه نهشي خوشې کېدلی.
د افغانستان د حقوقپوهانو د ټولنې مشر سبحانالله مصباح ازادي راډیو سره خبرو کې وویل: "حللاره یې دا ده چې ولسمشر په دې فرمان کې داسې تعدیل راولي چې له کفالت باالمال پرتهیې خوشې کړي یا هم لویه څارنوالۍ باید داسې موارد پیدا کړي چې د دغو کسانو کفالت باالمال د دولت خزانې ته ورکوي او بیا دوی خوشې کېږي."
په ورته وخت کې د پوهنتون استاده او د ښځو حقونو فعاله شهلا فرید وايي، دا چې د سړو په پرتله د ښځینه زندانیانو په وړاندې د ټولنې حساسیت ډېر دی او ښځینه زندانیانې د عاید سرچینه نهلري، حکومت باید فرمان کې د ښځو د خوشې کېدو لپاره ځانګړی مېکانیزم په پام کې ونیسي.
همداراز د افغانستان د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې د معلومات پر اساس د جمهور رئیس د ورکړل شوي فرمان پر بنسټ تر دې دمه ۶،۳۴۰ بندیان خوشې شوي چې ۲۵۰یې ښځې دي.