د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

د افغان حکومت له زندانونو د پاتې 'خطرناک' طالبانو د ازادېدو لړۍ پیل شوه


ازاد شوي طالب بندیان
ازاد شوي طالب بندیان

له دوه اوونیو ځنډ او لانجو وروسته د پاته طالب زندانیانو د ازادېدو لړۍ بیا پیل شوه.

دغه طالبان تېر ماښام په تیاره کې د پلچرخي له زندان نه ازاد شول.

یوې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي، دا لړۍ څو ورځو کې بشپړېږي او سملاسي ورسره د سولې خبرې هم پیلېږي.

د دوی د خوشې کېدو پر مهال د ازادي راډیو خبریال هم هلته سیمه کې و او له خوشې شویو کسانو سره‌یې خبرې هم کړې دي.

هغوی زیاته کړه: "موږ بندیان ډېر خوشحاله یو، ځکه فامیلونه لرو، دوی کې داسې بندیان شته چې ان تر ۱۸ کلونو پورې وخت‌یې زندان کې تېر کړی، ما خپله ۷ کاله حبس تېر کړی، سیاسی کېس [دوسیه] مې و، اعدام باندې محکوم وم."

د ازادي راډیو خبریال وایي چې خوشې شوي کسان په موټرو او رېکشاوو کې لېږدول کېدل او ستونزمنه وه چې کره شمېر یې معلوم کړي.

خوشې شویو طالبانو ازادي راډیو ته ویلي چې د دوی شمېر ۷۰ تنه دی، خو یوې بلې دولتي سرچینې بیا ویلي، پرون ۱۰۰ طالبان ازاد شول.

دا د هغو ۴۰۰ طالب بندیانو چې حکومت خطرناک بللي، د خوشې کېدو دوهمه جوپه ده.

په کندهار کې د ازادي راډیو خبریال د خپلو سرچینو په حواله وایي چې دغلته هم پرون د طالبانو نهه قوماندانان ازاد شول.

دغو سرچینو ویلي، په دوی کې یو شمېر په اعدام محکوم شوي کسان هم وو.

د افغانستان د دولت چارواکي او په ځانګړې توګه ویاندویان په اسانه زړه نه ښه کوي چې د دغو طالب زندانیانو په خوشې کېدو له رسنیو سره په ډاګه خبرې وکړي.

یوې دولتي سرچینې د نوم نه‌ښودو په شرط وویل، اټکل دا دی چې تر چهارشنبې به ټول پاته طالب زندانیان خوشې او سم‌لاسي به یو افغان پلاوی دوحې ته ولاړ شي.

طالب بندیان
طالب بندیان

دغه سرچینه وایي، یوازې هغه ۷ طالبان د خبرو د پیل تر وخته نه‌ازادېږي چې فرانسه او استرالیا یې د نه‌خوشې کېدو ټینګار کړی.

XS
SM
MD
LG