نن د اګسټ دېرشمه د ورکو شویو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.
د ملګرو ملتو سازمان د دې لپاره چې، د جنګونو، د حکومتونو د دیکتاتوریو، فشارونو او سیاسي ناخوالو له امله د ورکو شویو برخلیک ته، د دولتونو پام ور واړوي، دغه ورځ یې د ورکو شویو په نوم نومولې ده.
په تېرو څلورو لسیزو جګړو کې، بهر ته د ناقانوني کډوالیو او نورو لاملونو له امله، زر ګونه افغانان تري تم شوي دي.
د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکی نعمت الله یو له ورکو شویو کسانو څخه دی چې، تراوسه یې هم د مرګ او ژوند په اړه معلومات نشته.
نعمت الله په سیمه ییزو پولیسو کې دنده درلوده، څلور کاله وړاندې د ناوې ولسوالۍ د سقوط په جګړه کې تري تم شوی.
د نعمت الله ماما محمد داود ازادي راډيو ته وویل، چې څلور میاشتې په ورک شوي، خوريي پسې وګرځېد خو هېڅ یې هم ترلاسه نه کړل.
هغه زیاته کړه: "چا به غږ وکړ چې دلته دی هلته به چې ولاړم نه به و، بل چا به ویل پلاني ځای کې دی، هغه ځای به مې هم وکوت نه به و، څلور میاشتې او شل ورځې پیسې وګرځېدم پیدا مې نه کړ، خلک وايي، چې ژوندی دی، خو موږ ته یې درک نه معلومېږي."
نعمت الله چې د کور د ګټې وټې سړی و، درې وروڼه او درې خوندی لري، پلار او مور یې زاړه دي، کورنۍ یې اوس په ناوړه اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.
محمد داود وايي، چې د نعمت الله مور په خپل ورک زوي پسې لیونۍ شوه اوس یې چې هم څوک نوم واخلي، سخته ورپسې ژاړي.
نوموړی زیاتوي: "موږ ته یې چې نوم واخلې ژاړي، هغه بېچاره لېونۍ شوه، اعصاب یې خراب شول، کابل ته مې یو وړه هلته مې دوا پرې وکړه اوس په بد وضعیت کې ژوند کوي."
محمد داود ګیله لري، چې په حکومت کې داسې مسئوله اداره نشته چې د ورکو کسانو غم وخوري.
د نعمت الله کورنۍ یوازینۍ کورنۍ نه ده چې د ورک شوي ستنېدو ته شېبې شماري، بلکې دې ته ورته زرګونه افغان کورنۍ په ورته برخلیک اخته دي.
په دغه هېواد کې نه یوازې دا چې د ورکو شویو د شمېرو په اړه معلومات نه شته بلکې هېڅ یو بنسټ هم نه شته چې د دې چارې مسئولیت ولري.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت مني چې په دې برخه کې کومه ځانګړې حکومتي اداره نشته.
د دغه وزارت ویاند عبدالفتاح عشرت احمدزي ازادي راډيو ته وویل: "کومه ځانګړې اداره نشته، چې په دې اړه کار وکړي او د ورکو کسانو شمېرې ورسره وي، تراوسه داسې څوک ادارو ته هم نه دي راغلي."
د افغانستان د سرې میاشتې اداره چې تمه ترې کېږي په دې برخه کې کار وکړي وايي، په دې تړاو کوم فعالیت نه لري.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هم څو کاله وړاندې په یو راپور کې لیکلي و چې د دیارلس سوه اووه پنځوسم کال د ثور له اوومې وروسته په شلو میاشتو کې، یوازې په کابل کې اووه ویشت زره کسان ورک شوي وو.
د هالنډ لوېې څارنوالۍ هم د ۱۳۹۲ لمریزکال د سنبلې په میاشت کې د ۵۰۰۰ کسانو یو لېست خپورکړ چې ویل کېږي، د ۱۳۵۷ او ۱۳۵۸ ترمیځ کلونو کې، د افغانستان د وخت د حکومت استخباراتي ادارې اګسا، وژلي دي.
که څه هم د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم مخکې له دې له افغان حکومته غوښتي وو چې،د ورکو شویو کسانو د مړي او ژوندي د موندلو لپاره هڅې و کړي.
د نړۍ په ډېری هېوادونو کې د ورکو شویو برخه لیک څرګند نه دی په تېره هغو هېوادونو کې چې جګړې، سیاسي فشارونه او کډوالي په کې وي، د خلکو ورکېدل په کې په یوه عادي امر اوښتی دي.
د ملګرو ملتو سازمان د ورکو شویو پراختیا ته په کتو، د اګست دېرشمه، د ورکو شویو د نړیوالې ورځې په نوم نومولی چې د دولتونو او نړیوالو سازمانونو پام ورته را واړوي.