د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

ملګري ملتونه: د افغانستان د کانونو ناقانونه کیندنه د فساد او بې ثباتې لامل شوې


ارشیف
ارشیف

د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام په یو راپور کې ویلي، له لسیزو راهیسې له یو روښانه لید لوري پرته د کانونو کیندنه د سیمه ییزو شخړو لامل شوې او چاپیریال یې هم زیانمن کړی دی.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام مسئولینو د سې شنبې په ورځ د۲۰۲۰ کال د بشري پراختیا، بلقوه ظرفیتونو او د منرالونو د سپړنې احمتالي خطرونو تر نامه لاندې په راپور کې ویلي، چې له څو لیسیزو راپه دې خوا په افغانستان کې له یو روښانه لیدلوري پرته د کانونو سپړنه نه یوزاې د بې وزلۍ له منځه وړلو سره مرسته نه ده کړې، بلکې د سیمه ییزو شخړو د زیاتوالی لامل شوې او چاپیریال ته یې هم زیان اړولی دی.

د دغه سازمان په راپور کې راغلي، د کانونو او منرالونو غیر قانوني کیندنې یا استخراج، د ناامنۍ له زیاتوالي، فساد د بشر حقونو له نقض او شخړو لامل شوی او د خلکو ژوند اغېزمن کړی دی.

راپور زیاتوي، دا موضوع د دې لامل هم شوې ، چې فاسد کسان او شبکې د کانونو په سکټور کې جذب شي.

راپور وايي، د کانونو ځینې پانګه وال د بشر حقونو جدي سرغړونکي دي او دوی د تعقیب او مجازاتو له وېرې پرته خپلو کارونو ته دوام ورکوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام د استازي ارشد مرستیاله کاټرین ماساکا د چهارشنبې په ورځ په ویډیو خبري کنفرانس کې وویل: "د کانونو غیر قانوني کیندنو سیمه ییزې شخړې او لانجې جوړې کړې او د هېواد د ناامنۍ لامل شوي، د کانونو په کیندنه کې فساد له امله تر ډېره ملي عواید د خلکو پرځای شخصي جیبونو ته ځي."

نوموړې زیاتوي د کانونو سترې نفتي او ګازي پروژې کولای شي، د پراختیايي باور په ټینګښت اغېز ولري، خو ټیکاو او غوره حکومتوالي ظرفیت ته اړتیا لري، څو وکولای شي، په دغه پروژو کې خپله ونډه لاس ته راوړي، او دوی د انساني پراختیا لپاره په مناسبه توګه وکارول شي.

په ورته وخت کې د کانونو پټرولیم وزارت د دې راپور له خپرېدو هرکلي کوي او وايي، د راپور د وړاندیزو نو برخو ته به جدي پاملرنه وشي.

عبدالقدیر مطفي
عبدالقدیر مطفي

د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "هغه شرکتونه چي د قراداد مطابق ټولنیز هوساینه رامنځته نه کړي، د سیمه ییزو شخړو لامل شي، چاپیریال ته زیان ورسوي او دغه شان که چېرې تثبت شي، چې کوم قرارداد کوونکی د بشر حقونو سرغړونکی دی، نه یوازې دا چې قراداد یې لغوه کېږي، بلکې عدليي او قضايي ارګانونو ته به هم معرفي کېږي."

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام دغه راپور د سیمه یییزو څېړونو، د مدني ټولنو له غړیو، خصوصي سکتور، حکومتي چارواکو او ملګرو ملتونو سازمان او سیمه ییزو اوسېدونکو سره د بحثونو پر بنسټ چمتو شوی.

XS
SM
MD
LG