موټر چلونکي وايي، د هراوود ولسوالۍ پر لویه لاره غله لوټل کوي.
د دغه موټر چلونکو چې شمېر لسګونه ته رسېده نن سهار يي په ترینکوټ ښار کې د ولایت مقام مخي ته اعتراض وکړ او دولت څخه غوښتنه کوي چې د لاري امنیت دې ورته ټينګ کړي او د غلو مخه دې ونیسي.
په ورته وخت کې بیا د ارزګان امنیه قوماندانۍ مسؤلین وايي، دا ساحه چې موټر چلونکي د غلو له لوري لوټل کېږي زموږ تر کنترول لاندې نهده.
پهدې اړه نور حال د ازادي راډيو خبریال شریفالله شرافت له ترینکوټ څخه راکوي، چې د لاندې لينک په کېکاږلو سره يې اورېدلى شئ: