له ننه پوره ۴۷ کاله وړاندې په افغانستان کې د شاهي نظام پای او د جمهوري نظام د پیل اعلان!
د چنګاښ/ سرطان ۲۶مه په افغانستان کې د جمهوري نظام د اعلان ۴۷مې کلیزې سره برابره ده.
د ۱۳۵۲ لمریز کال په همدې نېټه محمد داوود خان شاهي نظام ته د پای ټکی کېښود او جمهوریتیې اعلان کړ.
که څه هم محمد داوود خان په افغانستان کې د جمهوريت بنسټګر بلل کېږي، خو د واکمنۍ او نظام په اړهیې بېلابېل نظریات مطرح دي.
مګر له دې نېټې د څه د پاسه څلورو لسیزو تېرېدو وروسته، بیا هم په افغانستان کې د جمهوریت د بقا بحثونه مطرح دي.
تاریخپوهان واک ته د محمد داوود خان د رسېدو وسیله، سپینه کودتا بولي.
واک ته د محمد داوود خان رسېدل هم له جنجال خالي بحث نهدی. یو شمېر تاریخ لیکونکي هغه ته د مجبوریت او د خلکو په منځ کې د محبوبیت نوم ورکوي، خو ځیني نور بیا هغه د قدرت تږی بولي چې غوښتلیې ټول واک په خپل لاس کې واخلي.
خو اساسي پوښتنه چې د دې راپور محتوا پرې راڅرخي، د جمهوریت نوعیت دی.
ایا د محمد داوود خان لهخوا اعلان شوی جمهوریت، د بشپړې ولسواکۍ په معنی و، د نن جمهوریت له هغه زمان سره څه توپیر لري او بالاخره ۴۷ کاله وروسته، افغانستان د جمهوري نظام د بقا او که د بدلون په درشل کې دی؟
تاریخپوه استاد حبیبالله رفیع وايي، د جمهوریت له اعلان د محمد داوود خان موخه واک د ټولنې په ټولو اقشارو وېش و چې دا کار وشو او ټول ولس ترې ملاتړ وکړ.
نوموړي زیاته کړه: "جمهوریت ولسواکۍ ته وايي، جمهوریت د خلکو د واک په معنی دی. ده ارزو درلوده چې افغانستان ورو، ورو داسې یوې مرحلې ته ورسېږي چې خپل جمهور رئیس خپله وټاکي او د دولت چارې د خلکو په خوښه مخته ولاړې شي، خو دا د جمهوریت پیل و، کهیې دوام کړی وی، لکه په نوره نړۍ کې خلکو ته په برخه شوې خوښۍ بهیې افغانستان ته هم راوړې وی."
خو د تاریخپوهنې استاد غلام محمد محمدي بیا سردار محمد داوود خان د واک پر انحصار او تر خوا یې د ځینو ازادیو په محدویت تورنوي چې په خبرهیې له جمهوریت سره په تضاد کې دي.
هغه زیاته کړه: "له ډیموکراسۍ، ټولنیز عدالت، له سیاسي ګوندونو او مطبوعاتو سره محمد داوود خان کاملاً مخالف و. هغه مهال چې په سلطنت کې هم واک ته ورسېد، ازادۍ یې محدودې کړې. سیاسي احزابیې لهمنځه یوړل، مطبوعاتیې سانسور کړل، د کودتا له عواملو یې هم همدا و."
ښاغلي محمدي اوسنی جمهوري نظام د محمد داوود خان د واکمنۍ سره په توپیر کې بولي چې په خبرهیې ازادۍ یې له هغې زیاتې دي.
خو اوس چې د جمهوري نظام له پایښت ۴۷ کاله تېرېږي، افغانستان د جمهوریت د بقا او که د زوال په درشل کې دی؟
د افغانستان حکومت له طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیل بهیر ته مخ په نږدې کېدو دی، هغه څه چې تمه ده د راتلونکي نظام په اړه هم پهکې بحث وشي.
د افغانستان اوسني حکومت په ټینګار سره د اسلامي جمهوري نظام پر بقا ټینګار کړی او دا یې خپله سره کرښه بللې، خو طالبانو بیا راتلونکی نظام له بینالافغاني مذاکراتو راوتلې پدیده بللې ده.
- مګر طالبان حاضر دي چې اسلامي جمهوریت ومني؟
پخوانی طالب قوماندان او د افغانستان د ژغورنې لار شورا مشر سید اکبر اغا وايي، طالبان دومره سخت دریځ نهلري چې پر اسلامي امارات ټینګار وکړي، خو د اسلامي جمهوري نظام د منلو په نوعیت به خامخا ټینګار وکړي.
ده وویل: "زه فکر نهکوم چې دوی به په یوه خبره ټینګ شي، هغه ډول چې خلک ګمان کوي چې طالبان به خامخا په امارت ټینګ شي. زه وایم، هر ډول حکومت چې راځي، د ولس له ارادې سره به برابر وي."
خو د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر رحمتالله نبیل وايي، طالبان حاضر نهدي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت تر چتر لاندې نظام ومني.
ښاغلي نبیل زیاته کړه: "زما په اند دوه، درې كاله مخكې يې ممكن منلى وى، مګر وروسته له هغې چې كوم مشروعيت دوى ته زموږ د بعضې سياسيونو او خليلزاد لهخوا د هېواد دننه او بهر وركړل شو، اوس دوى فكر كوي چې د زور له لارې قدرت ته رسېدای شي، نو فكر نهكوم جمهوري نظام ومني، بلكې دوى به په امارت باندې ټینګار وکړي."
د محمد داوود خان له واکمنۍ وروسته، که څه هم په افغانستان کې رژیمونو د بېلابېلو نومونو لاندې واکمني کړې، خو د جمهوریت تر سیوري لاندې درې پړاوه ټاکنې هم شوي، هغه چې خلکو پهکې رایه ورکړې.
کارپوهان په هره بڼه د نظامونو جوړښت د ملتونو کار بولي او وايي، هر ملت د ځان لپاره د هوساینې تګلاره او د خپل هېواد بقا، د نظام په وسیله په خپله ټاکي.
دا چې د سولې له خبرو وروسته، د افغانستان برخلیک کوم ډول نظام دی، د وخت او راتلونکې مسئله ده.