د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

امنیت شورا: له ژمنې سره سره د روان کال پسرلي کې طالبانو تاوتریخوالی کم نه‌کړ


ارشیف، یو شمېر وسله‌وال طالبان
ارشیف، یو شمېر وسله‌وال طالبان

د افغانستان ملي امنیت شورا وايي، له ژمنې سره سره د روان لمریز کال په پسرلي کې هم طالبانو تاوتریخوالی کم نه‌کړ.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې تر لاسلیک وروسته تمه دا وه چې د پسرلي په درې میاشتو کې به په افغانستان کې د جګړو شدت د پام وړ راکم شي.

خو نن چې د پسرلي وروستۍ ورځ ده د افغانستان ملي امنیت شورا وايي، نه‌یوازې دا چې د اورکم په موده کې تاوتریخوالی کم شوی نه‌دی، بلکې له ژمنې خلاف زیات شوی هم دی.

د دغې شورا ویاند جاوېد فیصل د شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۳۱» ازادي راډیو ته وویل: "طالبانو له امریکایانو سره موافقه کړې وه چې تاوتریخوالی به کموي او افغان‌وژنه به بندوي، برعکس دوی د اوربند او اورکم په موده کې تاوتریخوالی جاري وساته، په تاوتریخوالي کې هیڅ کمښت نه‌دی راغلی برعکس له ژمنې خلاف د طالبانو وحشت زیات شوی."

جاوېد فیصل
جاوېد فیصل

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش د امریکا کانګرس ته د ۲۰۲۰ کال د لومړۍ ربع په راپور کې ویلي، طالبانو له امریکا سره تر هوکړې وروسته له تمې خلاف تاوتریخوالی زیات کړی.

جان سوپکو که څه هم د طالبانو د حملو په اړه کره معلومات نه‌دي ورکړي، خو ویلي دی چې طالبانو په افغان حکومت حملې زیاتې کړي.

په دغه راپور کې راغلي، د مارچ په ۴مه کله چې طالبانو په هلمند کې په دولتي ځواکونو حمله وکړه امریکایانو د طالبانو مورچلې بمبار کړې.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې طالبانو په دې وروستیو کې په یو شمېر ولایتونو کې پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو خپل بریدونه زیات کړي دي.

افغان حکومت او طالبانو یوې خوا هم سږ کال پسرلني عملیات نه‌و اعلان کړي، خو د جګړې ډکر ګرم و.

هڅه مو وکړه د دغو جګړو له امله په تېرو درې میاشتو کې افغان ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په اړه د افغانستان له امنیتي او دفاعي بنسټونو معلومات ترلاسه کړو، خو بریالی نه‌شو.

طالبان بیا دا خبره ردوي چې دوی امریکا سره په هوکړه کې د تاوتریخوالي یا د اورکم په مسئله سلا شوي.

د دغې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل، دوی روان لمریز کال خپل پسرلني عملیات اعلان نه‌کړل او د انساني ترحم له مخې یې خپلې حملې له ۱۰۰ ۴۰ فیصده ته راښکته کړې.

مجاهد زیاتوي چې طالبان په تعرضي نه، بلکې په دفاعي حالت کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد هم په امریکا کې یوې غونډې ته ویلي چې له طالبانو سره د امریکا په هوکړه که په اورکم بحث نه‌و شوی.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د روان میلادي کال د فبرورۍ میاشتې په ۲۹مه نېټه د قطر به پلازمېنه دوحه کې د سولې هوکړه لاسلیک شوه.

قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې لاسلیک غونډه
قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې لاسلیک غونډه

له هوکړې وروسته یوه اوونۍ د طالبانو او افغان حکمومت ترمنځ اورکم او په تېر کوچني اختر کې بشپړ اوربند وشو.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، دا چې جګړې زیاتې شوې، نو د بین‌الافغاني خبرو په شروع کېدو ناوړه اغېز کوي.

د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل ازادي راډیو ته وویل: "کله چې افغان حکومت د طالبانو غوښتنې ۷۰ فیصده مني، دوی دې هم د افغانانو ۲۰ فیصده غوښتنې ومني، تاوتریخوالی دې راکم کړي، فکر دې وکړي چې څوک وژني او د څه لپاره‌یې وژني."

نوموړې له طالبانو غواړي چې تاوتریخوالی راکم کړي او اوربند ته چمتو شي څو بین‌الافغاني خبرو ته لاره هواره شي.

XS
SM
MD
LG