د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۴

کرونا ویروس؛ د دوبۍ په سوړ ښار کې د شرابو ګرام بازار


ارشیف، د شرابو یو لوی پلورنځای
ارشیف، د شرابو یو لوی پلورنځای

د عربي متحده اماراتو په مهم ښار دوبۍ کې تقریباً د ټولو پلورونکو سوداوې د کرونا ویروس له خپرېدو سره ګډوډې شوې دي، خو د شرابو بازار لا هم په دغه ګرم ښار کې نه‌دی سوړ شوی.

په دوبۍ کې د مارچ په وروستیو کې د شپې په مخه پر ګرځېدو راګرځېدو بندیز ولګېد. له ګرځندویانو دغه ډک ښار چې د جمعې او شنبې په ورځو به‌یې له وړاندوینو سره سمه هوا ۳۸ درجې د سانتي ګرېد ته رسېږي. د شپې ښار دی، اکثر خلک د شپې سوداوې کوي او مېلې کوي.

د جنورۍ په ۲۹مه د کرونا لومړۍ مثبته پېښه په دوبۍ کې ثبت شوه.

په متحده عربي اماراتو کې ۲۶۵۹ کسان د پنجشنبې د ورځې د خپرو شویو شمېرو له مخې په کرونا اخته دي او د ۱۲ تنو ژوند یې اخیستی دی.

د کرونا ویروس له امله قرنطین شوی دوبی ښار
د کرونا ویروس له امله قرنطین شوی دوبی ښار

اوس په دوبۍ کې د کرونا ویروس د خپریدو له وېرې ۲۴ ساعته ګرځ‌بندیز دی. که څوک خوراکي شی اخلي باید له پولیسو اجازه واخلي.

په دغه ښار کې چې شاوخوا درې میلیونه درې لکه ۸۰ زره کسان ژوند کوي د بازارونو له بندېدو سره سوداوې کمې شوې دي په تېره بیا له خوراکي موادو پرته د نورو شیانو، خو د رستورانتونو بازار هم سوړ څه چې وران دی.

اسوشیټد پرس اژانس راپور ورکوي چې اوس د دوبۍ په زړه کې د هغو رستورانتونو سترې لوحې مړې دي چې د شرابو اعلانونه به پرې کېدل.

ربیع یاسمین د یورو مونیټور نړیوال شرکت د بازار موندنې د برخې څېړونکی وایي چې لوکس هوټلونه او رستورانتونه په متحده عربي اماراتو کې د شرابو د مصرف کوونکو لپاره ډېر جذاب دي.

ارشیف، د شرابو یو لوی پلورنځای
ارشیف، د شرابو یو لوی پلورنځای

خو د دې سربېره چې رستورانتونه او بارونه په دوبۍ کې بند دي، په دغه ښار کې د شرابو بازار نه‌دی خراب شوی.

د اېم اېم ای په نوم د متحده اماراتو حکومتي شرکت اوس د خلکو کورونو ته شراب وروړي او له ګران بیه شرابو چې د یوه بوتل قیمت‌یې ۵۳۰ ډالره کېږي تر هغه ارزان بیه یوه چې د یوه بوتل قیمت ۴،۵ ډالره کېږي تر کورونو رسوي.

هغه کسان چې شراب د خلکو تر کورونو رسوي هغوی وار له مخې اېس اېم اېس ورته کوي چې په دومره وخت کې درځو دې کسانو ماکسونه تړلي وي، دستکش‌یې په لاسونو کې وي او بوتلونه ورسره.

د اېم اېم ای شرکت اداري مسؤل مایک ګیلن اسوشیټد پرس اژانس په یوه اېمېل کې ویلي دي چې دا د دوی د کار لومړۍ ورځې دي، خو تر اوسه پورې یې سودا ښه روانه ده.

دوبۍ کې له خلکو د کرونا ویروس د نمونې اخیستلو لړۍ
دوبۍ کې له خلکو د کرونا ویروس د نمونې اخیستلو لړۍ

په دوبۍ کې په عادي حالت کې چې څوک شراب اخلي باید خپل پاسپورټ ورښکاره کړي یا هم هغه کارت ورسره وي چې د دوبۍ پولیسو خلکو ته ورکړی وي، هغه کسان چې مسلمانان نه‌وي او عمرونه‌یې تر ۲۱ کلونو لوړ وي د شرابو د اخیستو لایسنس اخیستلی شي.

د دوبۍ په هوایي ډګر کې تېر میلادي کال نهه میلیونه بوتله بیر، درې میلیونه او یو لک بوتله ویسکي او ۱،۵ میلیونه بوتله واین پلورل شوي وو.

XS
SM
MD
LG