د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۴

مصر د شپې ګرځېدو بندیز د دوو اوونیو لپاره غځوي


ارشیف، مصر
ارشیف، مصر

مصر د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره په هغه هېواد کې د شپې ګرځېدو بندیز د دوو اوونیو لپاره غځوي.

د مصر صدراعظم مصطفی مدبولي پرون خبریالانو ته وویل چې دا ګرځ‌بندیز به د ماښام له اتو بجو د سهار تر شپږو بجو نافذ وي.

ښوونځي، پوهنتونونه، رستورانتونه او کافې به هم تړلې وي، د مصر حکومت د اپرېل میاشتې تر پایه هوایي ټرانسپورت او نور ټول سیاحتي او مذهبي ځایونه د تګ راتګ لپاره تړلي دي.

د مصر صدراعظم زیاته کړه چې د دې بندیز سرغړونکي به په څلور زره مصري پونډه چې د ۲۵۰ ډالرو معادل کېږي نغدي جریمه او حتی د حبس سزا به ورکړل شي.

نوموړي زیاته کړه چې د کابینې غړي به د درېیو میاشتو لپاره د خپلې میاشتنۍ تنخواه ۲۰ فیصده بې‌وزله کسانو ته ځانګړې کړي.

د مصر د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، ۱۴۵۰ کسان په دې هېواد کې په کرونا ویروس اخته شوي او ۹۴ تنه ترې مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG