د دغه ماشوم کورنۍ ادعاکوي چې زوی یې د تعویذ ګرانو او یا هم د کوډ ګرانو په مرسته وژل شوی دی.
خلک وايي، که دولت د دې کار مخه ونیسي نو د زیات شمېر نورو ماشومانو مري به هم پرې شي.
د تېرې مارچ میاشتي پر ۲۲ نېټه د ارزګان ولایت امنیتي مسؤلینو خبر ورکړی و چې د د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې یو څلور کلن ماشوم لومړی نامعلومو کسانو حلال کړی او وروسته يي په ویاله کې غورځولی و.
په دې اړه نور حال د ازادي راډيو خبریال شریف الله شرافت له ترینکوټ څخه راکوي چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدی شئ: