د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۲ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

د بلخ پولیس: نظام الدین قیصاری د دولتي ځواکونو تر تعقیب لاندې دی


نظام الدین قیصاري د جنبش اسلامي ګوند پخواني قومندان دی چې وړاندې هم حکومت نیولی و، خو بېرته خوشي شو.
نظام الدین قیصاري د جنبش اسلامي ګوند پخواني قومندان دی چې وړاندې هم حکومت نیولی و، خو بېرته خوشي شو.

په بلخ کې امنیتي ځواکونه وايي چې د جنبش اسلامي ګوند پخوانی قوماندان نظام الدین قیصاري لا هم د افغان قوتونو تر تعقیب لاندې دی او د پټنځای مشخص کېدو په صورت کې به یې په وړاندې اقدام وشي.

د بلخ امنیه قومندانۍ د امنیت آمر عبدالرزاق قادري ازادي راډیو ته ووېل، پر قیصاري د ځمکو د غصب، د نا قانونه وسله والو درلودو او په مزارشریف ښار کې د امنیتي بې نظمۍ د رامنځته کولو تورونه لګېدلي او محکمې هم د هغه د نیولو حکم صادر کړی.

ښاغلی قادري وايي چې قیصاري له دولتي ځواکونو سره وسله واله جګړه کړې او هم یې د دولتي جنګي وسایطو د تخریب ترڅنګ د پولیسو قوتونه ټپیان کړي، نو په همدې دلیل ترڅو چې ژوندی وي د امنیتي ځواکونو تر تعقیب لاندې دی.

قادري زیاته کړه: "هغه (قیصاري) د دولت په وړاندې جګړه وکړه، زمونږ د ځواکونو په وړاندې وجنګېد. نوموړي پولیس قوتونه ټپیان کړل او زمونږ ټانګونه یې له منځه وړي، هغه زمونږ تر پیګرد لاندې دی."

د قیصاري د نیولو لپاره د دولتي ځواکونو عملیات ناکام شول او هغه وتوانېده په مزار شریف کې له خپل محاصره شوي کور څخه وتښتي.
د قیصاري د نیولو لپاره د دولتي ځواکونو عملیات ناکام شول او هغه وتوانېده په مزار شریف کې له خپل محاصره شوي کور څخه وتښتي.

د بلخ د امنیت آمر وویل، د قیصاري له کور څخه مهمات، وسلې او پوځي وسایط ترلاسه شوي، خو خپله دی د جګړې پر مهال له سیمې وتښتېد.

د پولیسو په وینا، د قیصاري د نیولو لپاره له شنبې شپې د دوشنبې تر ماښامه څه باندې ۴۸ ساعته عملیات روان و او په لړ کې یې هغه ۴۵ وفاداره وسله وال ونیول شول. په دغو عملیاتو کې د قیصاري ۷ وسله وال ووژل شول.

د بلخ د ملي امنیت ادارې مرستیال سید شاه سادات خبریالانو ویلي چې قیصاري د شته معلوماتو پر بنسټ جوزجان ته تښتېدلی دی.

تر دې پخوا ډاکتر نجیب هاشمي چې د ځان په بلخ کې د جنبش اسلامي ګوند د شورا غړی بولي، رسنیو ته تائید کړې وه چې قیصار د هغه پر کور د دولتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال جوزجان ته لېږدول شوی.

نوموړي مشخصه نه کړه چې څنګه او چا قیصاري له بلخ څخه جوزجان ته انتقال کړ.

نظام الدین قیصاري د دوشنبې شپې ناوخته له یوه نامعلومات ځایه ازادي راډیو ته پر ټېلفون ووېل چې ژوندی دی، او په یوه امن ځای کې اوسیږي.

ښاغلي قیصاري پر هغه د لګېدلو تورونو په تړاو وضاحت ورنه کړ، خو ووېل چې دولتي ځواکونو مخکې له دې چې پر نوموړي د لګېدلو تورونو په تړاو هغه سره معلومات شریک کړي، د ده پر کور یې حمله کړې.

د بلخ امنیې قوماندانۍ د قیصاري دا ادعاوې رد کړې دي.

د جنبش اسلامي ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج وايي چې له قیصاري سره په اړیکه کې دی، خو د هغه د دقیق موقعیت په اړه معلومات نه لري.

ته ینج ووېل: "زه یې نه شم تائیدولی چې قیصاري په جوزجان کې دی او د هغه د دقیق آدرس په اړه معلومات نه لرم. د خپلو ګډو دوستانو له لارې کله نا کله یو بل سره اړیکه نیسو، هغه ژوندی دی خو له نا معلوم ځای څخه خبرې کوي."

په همدې حال کې نظام الدین قیصاري ته یوې نږدې سرچینې د چهار شنبې په ورځ ازادي راډیو ته ووېل چې قیصاري په مزارشریف کې دی او په یوه امن ځای کې له هغه ساتنه کیږي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG