د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۶ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۸

نورستانۍ: که زموږ د کار پر وړاندې خنډ لرې نشي، نو پر نورو لارو غور کوو


د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرې، حوا علم نورستانۍ ویلي که چېرې په ۷ ولایتونو کې درایو د بیا شمېرنې او تفتیش بهیر ته پېښ شوی خنډ لرې نه شي، دا او کمېشنران به مجبور وي چې پر نورو لارو غور وکړي.

نورستانۍ توضیح نه کړه چې د حل نورې ممکنې لارې به څه وي؟

د ټاکنو خپلواک کمېسون تر اوسه درې ځله د لومړنیو پایلو اعلان ځنډولی دی.

د افغانستان د ټاکنو د قانون له مخې باید لومړنۍ پایلې د تلې یا میزان په ۲۷ مه اعلان شوې وای.

د رایو بیا شمېرنې بهیر د عقرب په ۱۸ مه پیل شوی
د رایو بیا شمېرنې بهیر د عقرب په ۱۸ مه پیل شوی

د لومړینو پایلو د اعلان وروستی مهلت د عقرب ۲۳ مه و خو تر ناڅرګندې مودې وځنډول شو.

لومړنۍ پایلې به بلاخره څه وخت اعلان شي؟

خو د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسون مشرې، حوا علم نورستانۍ د دې پوښتنې په ځواب کې بېګا ازادي راډیو ته وویل چې د اعلان نېټه نه شي ټاکلی.

هوا علم نورستانۍ: "متاسفانه، په ۷ ولایتونو کې دا بهیر نه دی پېل شوی نو مونږ د دې وخت چې څه وخت به یې اعلان کړوو د دې لپاره نه دی ځانګړی کړی چې مونږ هڅې کوو چې دا مرکزونه پرانېستل شي او کا دا وضعیت دوام وکړی، نو بلاخره، زه به مجبوره شم چې له خپلو نورو کمېشنرانو سره کښېنم او د دې لپاره چې څه وکړو یوه لاره پېدا کړوو."

د رایو د تفتیش او بیا شمېرنې بهیر د عقرب په ۱۸ پېل شو.

دا بهیر د ځینو ټاکنیزو ډلو د مخالفت له امله څو ورځې بند شو.

خو د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د عقرب په ۲۶مه له سره پېل کړ.

کمېسیون پرون خبر ورکړ چې په ۲۱ ولایتونو کې ټولې رایې شمېرل او تفتیش شوې دي.

د کمېسیون چارواکو وویل چې په ۷ ولایتونو کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنۍ ډلې د دې بهیر مخنیوی کړی دی.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرې پرون له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې معترض لوری دې همکاري ورسره وکړي او اجازه دي ورکړي چې د رایو د شمېر او تفتیش بهیر بشپړ کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غړو انځور
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غړو انځور

نورستانۍ وویل، د معترضانو شکایتونه به د ټاکنیزو شکایتونو ځانګړي کمېسیون وڅېړي.

خو اعتراض کونکي ولې له کمېسیون سره همکاری نه کوي؟

د عبدلله عبدلله د ټاکنیزې ډلې ویاند، فریدون خوځون پرون ازادي راډیوته وویل: "کله چې کمېسیون په څلورو یا پنځو مواردو کې د قانون له مخې موږ ورته ارائه کړي، حل کړي، بیا به مونږ تفتیش ته ولاړ شوو."

خوځون په زغرده ونه ویل چې هغه کسان چې په یو شمېر ولایتونو کې یې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د سیمه ییزو دفترونو دروازې بندې کړې، د دوی له لوري ګومارل شوي دي.

خو ویې ویل چې د هغو خلکو هرکلی کوي چې په خودجوش يې ډول په ځيني ولایتونو کې د کمېسیون دروازې بندې کړې دي.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې ویاند زیاته کړه: "که کمېسیون زمونږ غوښتونو ته ځواب ونه ویل، په لنډ وخت کې ځواب ورنه کړي، مونږ به په لنډ وخت کې خپل تصمیم ونیسوو."

هغه نور جزئیات ورنه کړل.

XS
SM
MD
LG