د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

ازادي راډیو د 'ډېوېډ بُرک' جایزه ترلاسه کړه


د ازادي راډیو د افغانستان د برخې رئیس قادر حبیب دغه راډیو ته د ډېوېډ بُرک ځانګړې شوې جایزه ترلاسه کړه.
د ازادي راډیو د افغانستان د برخې رئیس قادر حبیب دغه راډیو ته د ډېوېډ بُرک ځانګړې شوې جایزه ترلاسه کړه.

د امریکا د نړیوالو رسنیو فدرالي ادارې د "ډېوېد بُرک" په نوم د غوره ژورنالیزم جایزه پرون د نومبر په ۱۳مه، د زړورتیا لپاره د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان برخې ته ورکړه.

دا خپلواکه اداره په نړۍ کې د ډموکراسۍ او ازادۍ د ملاتړ لپاره معلومات خپروي او د خلکو ترمنځ د ارتباط ټینګولو هڅې کوي.

د دې ادارې پر وېب‌پاڼه لیکل شوي چې "ازادي راډیو ته د ډېوېډ بُرک جایزه ورکول کېږي، ځکه سره له دې چې د ۲۰۱۸ میلادي کال د اپرېل په ۳۰مه پر خبریالانو په خونړۍ حمله کې یې ژورنالېستان ووژل شول، له ستړیا پرته‌یې د بې‌طرفه معلوماتو خپرولو ته دوام ورکړی دی."

په کابل کې په خونړۍ حمله کې د ازادي راډیو خبریالان سباون کاکړ، عبادالله حنان‌زی او د محرم درانۍ په نوم ځوانه خبریاله چې له ازادي راډیو سره‌یې تازه کار پیل کړی و، ووژل شول.

د "ډېوېد" بُرک جایزه هر کال ژورنالېستانو ته د جرأت، خپلواکۍ او مسلکي فعالیت لپاره ورکول کېږي.

دا جایزه سږکال د امریکا غږ د کردي برخې خبریال فهیم عمر، د کیوبا لپاره د امریکا د خپرونو خبریال جو کاردونا، د ازادې اسیا راډیو د اویغوري برخې خپرونو او د منځني ختيځ نشراتي شبکې ته هم ورکړل شوه.

"ډېوېډ بُرک" له ۱۹۹۵ تر ۱۹۹۸ د نړیوالو رسنیو لپاره د امریکا فدرالي ادارې مشر و او د هغه د غوره خدمت د ستاینې لپاره هر کال د هغه په نوم دا جایزه ورکول کېږي.​

  • _______

عصمت څاروان د ازادي راډیو له ډایرکتر (رئیس) قادر حبیب سره د دې جایزې د اهمیت په اړه خبرې کړي.

د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:16 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG