د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۰

وحید عمر: د چین په ناسته کې ګډون کوونکی پلاوی د افغان دولت استازیتوب کوي


په عامه او ستراتیژیکو اړیکو کې د افغانستان د ولسمشر سلاکار وحید عمر
په عامه او ستراتیژیکو اړیکو کې د افغانستان د ولسمشر سلاکار وحید عمر

کوم پلاوی چې د چین په ناسته کې ګډون کوي، هغه د افغانستان د دولت استازیتوب کوي.

د افغانستان د پلاوي او طالبانو ترمنځ په چین کې د ناستې په اړه بحثونه په رسنیو کې تاوده شوي، خو تر اوسه د دغې ناستې نېټه اعلان شوې نه ده او دا هم څرګنده نه ده چې څوک به د افغانستان د دولت او سیاسي ډلو له خوا په دغه ناسته کې ګډون وکړي.

په عامه او ستراتیژیکو اړیکو کې د افغانستان د ولسمشر سلاکار وحید عمر د پنجشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې په دې اړه وویل: "یو محدود شمېر ورځي، د افغانستان په محور او چتر لاندي ورځي او د افغانستان د دولت په استازیتوب ورځي، خو ټول به په کې شامل وي."

ښاغلی عمر وايي، هیله مند دی چې د چین ناسته د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د ځانګړو خبرو پیل وي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر پوهان وايي، د وخت او موضوع د حساسیت له امله افغان دولت او طالبانو نرمښت ښودلی او خبرو اترو ته چمتو شوي دي.

د دوی له ډلې انتظار خادم ازادي راډیو ته وویل، که څه هم مستقیمو خبرو ته د افغانستان د دولت او طالبانو حاضرېدل یو نېک ګام دی، خو په دغه ناسته کې باید د سیاسي ډلو استازي او د دولت اپوزیسیون هم برخه ولري.

افغان کارپوه انتظار خادم
افغان کارپوه انتظار خادم

ده وویل: "په دې ډول ناستو کې د دولت رهبري ښه خبره ده، خو داسې باید پرمخ یوړل شي چې د اپوزیسیون توافق هم ولري او پرته له دې به له ستونزو سره مخ شي او دا ډول ناستې به ورو ورو سره وپاشل شي."

نږدې دوه اوونۍ کېږي چې د چین د سولې د ناستې بحثونه مطرح شوي، خو د افغان حکومت د غوښتنې له مخې، یاده ناسته ځنډېدلې او تراوسه ځانګړې شوې نه ده چې دغه ناسته به کله جوړېږي.

XS
SM
MD
LG