د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۷

تورپېکۍ: اوس مې نشه خوشې کړې او غواړم چې لوړې زده کړې وکړم


ارشیف
ارشیف

اتلس کلنه تورپېکۍ په ماشومتوب کې په نشو اخته شوې، خو اوس يې درملنه شوې او له نورو معتادو ښځو سره د نشې په پرېښودلو کې مرسته کوي.

تورپېکۍ هغه هلمندۍ پېغله ده چې څو کاله پرله پسې يې نشه وکړه، وروسته په هلمند کې ژوند کول ورته ګران شول، کابل ته راغله او د امن په کور کې يې ژوند پيل کړ.

پلار یې د نشه يي موادو کاروبار کاوه، دې کاروبار د هغې پر کورنۍ هم ناوړه اغېز وکړ، لومړی يې د کاکا مېرمن په نشو اخته شوه او وروسته دا هم په نشه يي موادو باندې معتاده شوه.

تورپېکۍ درې کاله د امن په کور کې تېر کړل، وروسته یې د نشې پرېښودلو اراده وکړه او بيا په کابل کې د ښځو او ماشومانو د درملنې په ملي مرکز کې بستري شوه.

دا وایي: "په لس کلنۍ کې په نشه يي موادو باندې معتاده شوم او اوس اتلس کلنه یم، درې کاله د امن په کور کې وم، وروسته روغتون ته ولاړمه او هلته مې د ځان درملنه وکړه."

تورپېکۍ درې میاشتې په روغتون کې بستري وه او اوس روغه شوې ده.

د تورپېکۍ معالجه ډاکتره بنفشه لنګري وايي، تور پېکۍ اوس روغه شوې او له نورو معتادو ښځو سره د نشې په پرېښودلو کې مرسته کوي.

اغلې لنګري زیاتوي: "تورپېکۍ تر درملنې وروسته د اوسېدلو ځای نه درلود، د همدې مجبوريت له مخې مو مرسته ورسره وکړه چې هم په دې مرکز کې کار وکړي او هم دلته واوسېږي، کله چې دا د درملنې لپاره زموږ روغتون ته راغله، نو په لومړي سر کې ډېره ناهیلې وه، خو کله چې یې زموږ صحي خدمتونه ولیدل، ډاکترانو او ارواپوهانو مرسته ورسره وکړه، نو نوره هم وهڅول شوه چې په خپله خوښه نشه پرېږدي، دې کار ښه نتیجه ورکړه او دا زموږ لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وه، څرنګه چې ځوانه نجلۍ وه او سرپرست یې نه درلود، له همدې خاطره مو د کار زمینه ورته برابره کړه او د محافظې يا ساتونکې په توګه مو مقرره کړه."

تورپېکۍ له معتادو ښځو سره خپلې تجربې شریکوي او هغوی هڅوي چې نشه پرېږدي.

د تورپېکۍ لومړۍ هيله نشه پرېښودل او بېرته عادي ژوند ته راګرځېدل وو، خو کله چې يې دا هيله پوره شوه، نو په زړه کې يې نورې هيلې هم راوټوکېدلې، هغې وغوښتل چې لوړې زده کړې هم وکړي.

دا وایي: "یوازينۍ هیله مې دا ده چې درس ووایم، که څه هم اوس له خپله کاره راضي یمه، خو هڅه کوم چې دا کار پرېږدم، تر دې ښه کار پيدا کړم او نوره هم وده وکړم، زه غواړمه هغو کسانو ته یوه بېلګه شم چې نشې کوي، خو داسې فکر کوي چې نشه نه پرېښودل کېږي، دوی به زما په لیدلو باور وکړي چې نشه د پرېښودلو وړ یوه ناروغي ده او څوک چې نشه کوي، بېرته رغېدلی هم شي."

د معتادو ښځو روغتیايي مرکزونو د تورپیکۍ غوندې ډېرو لږو بې سرپناه ښځو ته د اوسېدو او کار زمینه برابره کړې ده.

تورپیکۍ نېکمرغه ده چې دغسې زمينه ورته برابرېږي.

دا اوس نه يوازې دا چې خپله يې ځان د نشو له بدمرغۍ څخه ژغورلی، بلکې له نورو معتادو مېرمنو سره هم مرسته کوي.

راپور: فرید حلیمي

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:22 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG