د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۹

د افغانستان په ۵ ولایتونو کې د بایومټریک دستګاوو ورکېدل


د افغانستان د څار ازاد بنسټ وايي، داسې اسناد یې ترلاسه کړي چې د هېواد په پنځو ولایتونو کې د بایومټریک لسګونه دستګاوې ورکې شوي دي.

د هرې ورځې په تېريدو سره د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د تقلب په اړه اندېښنې ډېرېږي، تازه د ټاکنو د څار یو شمېر بنسټونه وايي چې د ټاکنو په ورځ د بایومټریک لسګونه دستګاوې ورکې شوي دي.

دغه بنسټ وايي، د دوی څارونکو موندلې چې په فراه، نیمروز، ارزګان، پکتیا او خوست ولایتونو کې د بایومټریک دستګاوې ورکې شوي دي.

د دې بنسټ مشر مبین ایماق د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دغه ورکې شوې دستګاوې په هغو سيمو کې دي چې هلته د طالبانو حضور زیات دی.

دی وایي: ډېری هغه ویډوګانې چې زموږ لاسته راغلي، ښیي چې دغه دستګاوې په خوست، پکتیا، ارزګان، فراه او نیمروز ولایتونو کې ورکې شوي، د ټاکنو کمېسیون باید په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي، هغه مواد چې یې نه دي ترلاسه شوي، باید کمېسیون یې ترلاسه کړي، تر څو د درغلیو مخه ونیول شي.

خو ښاغلي ایماق په خپل وروستي تماس کې د خپل مخکني دریځ په تغییر سره وویل چې د دوی راپور د شایعاتو پر بنیاد جوړ شوی و.

له بلې خوا د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ ټیفا وايي چې د درغلیو پر وړاندې د ترلاسه شویو شکایتونو په اړه یې د شکایاتو په کمېسیون کې شکایتونه ثبت کړي دي.

د دې بنسټ ویاند زبیر حبیب زاده وویل: موږ د کمېسیون مرکزي دفتر ته د بایومټریک دستګاو د انتقال د ځنډ په اړه اندېښنه لرو، زموږ اندېښنه په دې برخه کې زیاته ده چې دغه دستګاوې د انټرنټ په نه موجودیت کې د ولایاتو مرکزونو ته نه دي انتقال شوي او موږ په دې برخه کې کره اسناد د شکایاتو کمېسیون سره شریک کړي.

خو د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د بایومټریک دستګاوو د ورکېدو په اړه خپاره شوي راپورونه بې اساسه بولي او وايي چې پر ټاکنو د څار یو شمېر بنسټونه په دغه ډول څرګندونو سره غواړي چې د ټاکنو پروسې ته زیان ورسوي.

د دې کمېسیون د دارالانشا رئيس حبیب الرحمن ننګ وایي : موږ د خپلو فعالیتونو په اړه د یو هراړخیز راپور د چمتو کولو په حال کې یوو، دا چې یو شمېر بنسټونه په دې اړه څرګندونې کوي، موږ ته د منلو وړ نه ده او په دغه ډول بې بنسټه څرګندونو سره دې د ټاکنو پروسې ته زیان نه رسوي، موږ ته اجازه راکړي چې د ټولو برخو کره معلومات له خلکو سره شریک کړو.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د بایومټریک دستګاوو د ورکېدو د ادعاوو په اړه له څه ویلو ډډه کوي.

دا اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي چې ولسمشرۍ ته یو شمېر نوماندانو او د څار ځينو بنسټونو ویلي چې له بایومټریک دستګاوو پرته کارول شوې رأیې ورته د منلو وړ نه دي، هغه څه چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم ورباندې ټینګار کوي.

XS
SM
MD
LG