د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۰

سیګار: تر سولې وروسته به د مخدره موادو قاچاق کوونکي ډېره برخه طالبان د ځان ملګري کړي


که طالب جنګيالیو ته د کار زمينه برابره نه شي، نو تر سولې وروسته به يې د نشه يي موادو قاچاق کوونکي د ځان انډيوالان کړي.

د افغانستان د بیارغونې د څار امریکايي بنسټ يا سيګار تازه راپور ښيي چې له طالبانو سره تر سولې وروسته د دې ډلې شپېته زره جنګیالي بېکاره کېږي او یوازې کاري فرصتونه دوی له جګړې او مافیايي ډلو څخه را ګرځولی شي.

د سیګار ادارې مشر جان سپکو وايي: په افغانستان کې بې کاري او ناوړه اقتصادي وضعیت ته په کتو سره دې جنګیالیو ته د کار زمینه نه ده برابره، د کولمبیا او سومالیا هېوادونو تجربو ته په پام سره به له طالبانو سره تر سولې وروسته د نشه يي موادو قاچاق کوونکي ډېره برخه طالب جنګيالي د ځان ملګري کړي.

ده وویل: کله چې یو جنګیالی له جګړې څخه لاس واخلي او ټولنې ته را وګرځي، نو کار او وظیفې ته اړتیا لري، له دې پرته مجبور دی چې بېرته د جګړې ډګر ته ولاړ شي او یا هم په افغانستان کې له داسې ډلو سره یو ځای شي چې غیر قانوني عواید لري، تنظیم شوي جرمونه کوي، خلک برمته کوي او یا د نشه يي موادو قاچاق کوي.

د سیګار ادارې مشر جان سپکو
د سیګار ادارې مشر جان سپکو

ښاغلي جان سپکو زیاته کړه: له افغانستان سره نړیوالي مرستې ورځ په ورځ کمېږي، کله چې له طالبانو سره سوله کېږي، نو باید د امریکا حکومت او کانګرس له افغانستان سره خپلې مالي مرستې ډېرې کړي چې په دې هېواد کې د مافیايي ډلو د پياوړي کېدو مخه ونیول شي.

د سیګار د راپور پر اساس دا مهال په افغانستان کې نږدې شپېته زره کسان د نشه يي موادو په کښتونو او کارخانو کې کار کوي چې ډېره برخه یې ځوانان دي.

په دې اړه سیاسي څېړونکی امین الله شارق وايي: نشه يي مواد يوه نړيواله ستونزه ده، نو بايد د سيمې او نړۍ په سطحه مبارزه ورسره وشي.

ده وویل: د نشه يي موادو موضوع په سیمه او نړۍ پورې اړه لري. دا موضوع اوس یوازې په افغانانو پورې اړه نه لري، بلکې د سیمې مافیايي ډلې او ان دا چې بهرنۍ استخباراتي ډلې هم ګټه ځنې اخلي. د نشه يي موادو موضوع ډېره سخته او پېچلې ده، ځکه چې په دې کاروبار کې ډېر خلک دخیل دي. کله چې سوله او امن راځي او دولت غښتلی کېږي، نو طبيعي خبره ده چې دولت دې کار ته اجازه نه ورکوي، دا ډلې به دولت ته ستونزې پیدا کوي.

افغان حکومت او ځینې نورې نړیوالې ادارې ادعا کوي چې د افغانستان ډېری کوکنار د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې کرل کېږي او دې ډلې یې کښت او تولید ته زمینه برابره کړې ده، خو طالبانو تر دې وړاندې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د نشه يي موادو په کاروبار کې لاس لرل رد کړي دي.

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:19 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG