د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

کابل او د افغانستان ۱۱ نورو ولایتونو ته وارداتي برښنا پرې شوه


چارواکي وايي د دولت مخالفینو په تېرو درېیو ورځو کې د ازبکستان او تاجکستان وارداتي برېښنا څلور ستنې په بغلان او کندز ولایتونو کې په بمونو الوزولي دي.
چارواکي وايي د دولت مخالفینو په تېرو درېیو ورځو کې د ازبکستان او تاجکستان وارداتي برېښنا څلور ستنې په بغلان او کندز ولایتونو کې په بمونو الوزولي دي.

د افغانستان برښنا شرکت تایید کړې چې د دولت وسله والو مخالفینو د پلازمېنې کابل او ۱۱ نورو ولایتونو برېښنا پرې کړې ده.

ددغه شرکت ویاند وحیدالله توحیدي ویلي چې مخالفینو په تېرو درېیو ورځو کې د ازبکستان او تاجکستان وارداتي برېښنا څلور ستنې په بغلان او کندز ولایتونو کې په بمونو الوزولي دي.

ښاغلي توحیدي ازادي راډیو ته وویل، پرون د برښنا یوه ستنه د کندز په عسقلان او بل یې د بغلان په ډنډ شهاب الدین لمنځه وړل شوې دي.

د هغه په وینا اورپکو نن سهار هم د بغلان مرکزي ولسوالۍ په حسن تال سیمه کې د برېښنا دوه ستنې تخریب کړې.

ښاغلي توحیدي وویل، مخالفینو د برښنا شرکت کارکوونکو ته اجازه نه ده ورکړې چې نړېدلې ستنې بېرته ترمیم کړي.

هغه زیاته کړه چې د برښنا ددغو ستنو له تخریبېدو سره د پلازمېنې کابل، ننګرهار، لغمان، لوګر، پکتیا، پروان، پنجشېر، کاپیسا، غزني او میدان وردک ولایتونو برېښنا په بشپړ ډول پرې شوې ده.

تراوسه هېڅ کومې ډلې د برښنا د ستنو الوزولو مسوولیت نه دی منلی، خو د بغلان د پولیسو ویاند جاوېد بشارت ازادي راډیو ته وویل چې دا کار طالبانو کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې دغې ډلې وړاندې ویلي و چې عام المنفعه تاسیساتو په ځانګړې توګه د برښنا د لېږد او وېش پر شبکو به برید ونه کړي.

طالبانو تردې وړاندې څو ځلې د برښنا د انتقال ستنو لمنځه وړلو سره، د کابل او ورڅېرمه ولایتونو برښنا پرې کړې ترڅو له دې لارې دولت په عامه افکارو کې تر فشار لاندې راولي.

XS
SM
MD
LG