د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

"حکومت دې د ډاکټر نوروز شینواري وژونکي ونیسي"


د افغانستان د طبي ټولنو فدراسیون خبرداری ورکړ که د دوی خوندیتوب ته جدي پام ونه شي، نو په ټول هېواد کې به کاري اعتصاب وکړي.
د افغانستان د طبي ټولنو فدراسیون خبرداری ورکړ که د دوی خوندیتوب ته جدي پام ونه شي، نو په ټول هېواد کې به کاري اعتصاب وکړي.

په ختیځ ولایت ننګرهار کې د یوه ډاکټر تر وژل کېدو وروسته، د افغانستان د طبي ټولنو فدراسیون له دولت څخه غواړي چې د ډاکټرانو د ژوند خوندي کولو لپاره لازم ګامونه پورته کړي.

لسګونو معترضو ډاکټرانو نن (یکشنبه، وږي ۲۴مه) په کابل کې اعتراضیه غونډه وکړه او له دولت څخه یې وغوښتل چې د ننګرهار د ډاکټرانو اتحاديې د مشر نوروز شینواري وژونکي ونیسي.

د غونډې ګډونوالو خبرداری ورکړ که د دوی خوندیتوب ته جدي پام ونه شي، نو په ټول هېواد کې به کاري اعتصاب وکړي.

د افغانستان د طبي ټولنو د فدراسیون غړي فیاض صافي وویل: "له اوسني حالت څخه زموږ صنف او ولس خوشحاله نه دی. موږ غواړو چې دغه اوسني حاکم حکومت په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي."

ډاکټر نوروز شینواری د تېرې دوشنبې په ورځ (وږي ۱۸مه) په جلال اباد ښار په انګور باغ سیمه کې په یوې چاودنې کې ووژل شو.

نوموړي په ننګرهار کې د ارتوپیدۍ یا هډوکو د متخصص ډاکټر په توګه دنده ترسره کوله. تراوسه د هغه د وژنې مسوولیت هېچا پرغاړه نه دی اخیستی، خو د افغانستان د طبي ټولنو فدراسیون غړي ادعا کوي چې سیمه ییز چارواکي یې په وژنه کې لاس لري.

د نوموړي تر وژل کېدو وروسته ننګرهار کې ډاکټرانو کاربندیز وکړ او تېره ورځ ناوخته یې په مشروط ډول خپل فعالیتونه له سره پیل کړل.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي ډاډ ورکوي چې دوی د ډاکټرانو د حقونو او امنیت د تامین په برخه کې هرډول همکارۍ ته چمتو دي.

ددغه وزارت سلاکار احمدجان نعیم ازادي راډیو ته وویل، د عامې روغتیا وزارت په ننګرهار کې د ښاغلي شینواري د وژل کېدو قضیه له جمهوري ریاست سره شریکه کړې ده.

هغه وویل: "د عامې ورغتیا وزارت په دې برخه کې له فدراسیون سره ولاړ دی، تر څو د د ډاکټرانو هغه حقوق چې دوي ورته اړتیا لري، ترلاسه یې کړي."

هدفي وژنې یوازې د ننګرهار او د ډاکټرانو ستونزه نه ده، بلکې دغې لړۍ په پلازمېنې کابل او ډېرو نورو ولایتونو کې هم خلک اندېښمن کړي دي.

سره له دې چې امنیتي ادارې د جنایتکارانو پروړاندې د جدي اقداماتو خبره کوي، خو لا هم نه دي توانېدلي چې ددغو وژنو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG