د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۱

په باميان کې تر څو کلن څنډ وروسته بیا کوکنار کرل شوي دي


په بامیان کې د کوکنارو کښت
په بامیان کې د کوکنارو کښت

بامیان یو له هغو ولایتونو دی چې په دې وروستیو کلونو کې د کوکنارو کښت پکې صفر شوی و، خو سږ کال یو شمېر بزګرو بیا کوکنار کرلي چې دې کار ولسي خلک اندېښمن کړي دي.

د بامیانو ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې رئیس حسین نظري نیکپی د بارانونو ورښت د کوکنارو د کښت د ډېروالي عمده لامل بولي.

ده وویل: سږ کال د کوکنارو کښت ډېر شوی، یو علت يې دا دی چې سږ کال د کوکنارو له کښت سره د پخوا غوندې جدي مبارزه نه ده شوې، بل علت يې دا دی چې له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت له کورنيو چارو وزارت سره ګډ شوی دی، له همدې امله زموږ کارونه ټکني شوي دي، بله خبره دا ده چې سږ کال ډېر بارانونه وورېدل، موږ اندېښنه لرو چې سږ کال به په بامیان کې ډېر تارياک توليد شي.

په دې وروستیو ورځو کې له نشه يي موادو سره د مبارزې ریاست وکولای شول چې د دې ولایت په سیغان ولسوالۍ او د بامیان ولايت په مرکز کې د کوکنارو څه ناڅه کښتونه واړوي، خو بیا هم د کوکنارو ټول کښتونه تخریب نه شول.

په بامیان کې د کوکنارو کښت
په بامیان کې د کوکنارو کښت

​د بامیان ولایت يوه اوسېدونکې سکينه وايي چې ځیني معتادين کوکنار د خپل استعمال او یا درواغجنې درملنې لپاره کري.

دې زیاته کړه: ځیني خلک بيا کوکنار د سینه بغل غوندې د ځینو ناروغیو لپاره درمل بولي، نور خلک بيا د دې لپاره په خپلو ځمکو کې کوکنار کري چې خپله يې استعمال کړي او په بازار کې د نشه يي موادو رانيولو ته اړ نه شي.

د بامیان محلي چارواکي وايي چې د معتادینو ډېروالی او بېوزلي د دې لامل شوي چې ځیني خلک په خپلو ځمکو کې کوکنار وکري.

که څه هم يو شمېر خلک فکر کوي چې د تارياکو کرل دوی ته ګټه لري، خو په حقيقت کې همدا تارياک دي چې په باميانو ولايت کې معتادين ورځ په ورځ ډېرېږي.

اغلې سکینه له دولته غواړي چې د معتادینو درملنه دې وکړي.

نوموړې وایي: د بامیان خلک له معتادینو سره ډېر په تکلیف دي، معتادین د خلکو کورونو ته ورځي او هر څه چې لاس ته ورشي، هغه غلا کوي، موږ له دولته غواړو چې معتادين ونیسي او درملنه يې وکړي، دولت غله او معتادین نیسي، خو څو ورځې وروسته یې بېرته خوشې کوي، حال دا چې دولت باید داسې ونه کړي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې رياست په باميان ولايت کې د کوکنارو د کښت د مخنيوي لپاره د باميان ولايت په مرکز او دوو ولسواليو کې د بديل کښت پروګرام پلی کړی، خو مطلوبه نتيجه يې نه ده ورکړې.

راپور: عباس نادري

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:51 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG