د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

ولسمشر غني: په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې حکومتي چارواکي د مداخلې حق نه لري


افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر محمد اشرف غني وایي چې په راتلونکو ټاکنو کې حکومتي چارواکي د مداخلې حق نه لري.

محمد اشرف غني دغه څرکندونې نن دوشنبه د څارنې او همغږۍ د ګډ بورډ په ۲۲مه ناسته (JCMB) کې وکړې.

ښاغلی غني دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې ټاکل شوې، نږدې یوه اوونۍ وروسته د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د نوماندانو ترمنځ انتخاباتي مبارزې پيل شي.

د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو د نوماندانو یو انځور
د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو د نوماندانو یو انځور

ښاغلي غني وویل چې په انتخاباتو کې د حکومت د نه لاسوهنې په اړه یې یو طرزالعمل جوړ کړی چې سبا به له خلکو سره شریک شي.

دی زیاتوي: هغوی (امنیتي او دفاعي ځواکونه) به په ټاکنو کې بې طرفه وي او مونږ به په دې اړه واضح طرزالعمل خپور کړو، تر څو ټول وپوهېږي چې افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه زمونږ ملي سرمایه ده، نه د ډلو او سیاسي کړیو شخصي ملکیت.

ښاغلي غني د ولسمشرۍ راتلونکو انتخابات ته د کمپاینونو پیل ولس ته یو فرصت بولې چې د برنامو په اورېدو او د کاندیدانو وینا او عمل ته په کتو به د خپل راتلونکي ولسمشر او زعامت په اړه ښه قضاوت وکړي.

دی وايي، که څه هم ولس ته به د کاندیدانو د وینا او عمل ارزیابي او په اړه یې قضاوت یوه پېچلې مسئله وي، خو په خبره یې چې ولس په خپله پرېکړه او قضاوت کې تل سم او په حقه وي.

ولسمشر محمد اشرف غني وایي چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره اته میلیارده افغانۍ ځانګړې شوي دي.

له دې وړاندې د افغانستان مالیې وزارت هم ویلي وو چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره څه باندې پنځوس سلنه بودجه حکومت چمتو کړې ده.

د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي ازادي راډيو ته دا خبره هم کړې وه چې انتخاباتي کمېسیونونو د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره له افغان حکومته ۶،۹ میلیارده افغانۍ غوښتې وې چې دوی ورته چمتو کړي او پاتې د ۵۹ میلیونو ډالرو معادل افغانۍ مرسته به د نړېوالو همکارانو له خوا د (UNDP) له لارې کېږي چې پروسه یې تکمیله شوې ده.

ښاغلي غني په خپلو ننیو څرګندونو کې یو وار بیا ټینګار وکړ چې انتخابات به په خپل وخت ترسره کېږي او سوله د ټاکنو مانع نشي کېدای.

تېره ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ هم په خپل وخت د انتخاباتو په ترسره کېدو ټینګار کړی و او ویلي یې وو چې د انتخاباتو نوی مشرتابه د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره توانېدلی چې عملیاتي او د استخدام پلانونه، طرزالعملونه او لوایح د دغو انتخاباتو د پرمخ بیولو لپاره ترتیب او تصویب کړي.

خو په انتخاباتو کې د نه لاسوهنې په اړه پر انتخاباتو د څار ځيني بنسټونه ډاډه نه دي او وایي چې له دې مخکې هم داسې طرزالعملونه جوړ شوي، خو د لاس وهنو مخه نه ده نیول شوې.

د افغانستان د شفافو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیه مشر یوسف رشید وایي چې په دې اړه وړاندې هم طرزالعملونه صادر شوي، خو د بېرته څارنې په اړه یې هېڅ داسې میکانيزم نشته چې په عمل کې ثابت شي.

د افغانستان د شفافو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیه مشر یوسف رشید
د افغانستان د شفافو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیه مشر یوسف رشید

ده زیاته کړه: زمونږ وېره او اندېښنه هم دا ده چې په ټاکنو کې لاسوهنه ونشي او کوم امکانات یا منابع چي دولتي دي، هغه د چا په ګټـه یا ضرر استعمال نشي، خو د دې د طبیق لپاره یوه میکانېزم ته ضرورت شته چې دغه ډول فرمانونه څه ډول تطبیقېږي، څوک یې وڅاري او څوک بېرته د کار او کیفیت په اړه ولسمشر ته راپور ورکړي چې له بده مرغه په دې اړه داسې کوم میکانېزم نه دی موجود.

ټاکل شوې چې د افغانستان د ولمسمشرۍ انتخابات د روان کال د میزان په شپږمه ترسره شي چې د ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په ګډون ورته ۱۸ کسانو ځانونه نومولي دي.

XS
SM
MD
LG