د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۱

معتاد خبريال او ليکوال حسن ابراهیمي تر درملنې وروسته عادي ژوند ته ګرځېدلی


افغان شاعر او خبریال حسن ابراهيمي له معتادۍ خپل عادي ژوند ته راګرځېدلی
افغان شاعر او خبریال حسن ابراهيمي له معتادۍ خپل عادي ژوند ته راګرځېدلی

حسن ابراهيمي هغه افغان شاعر او خبریال دی چې اوس یې نشه پريښې او بېرته په خبریالۍ او فرهنګي چارو بوخت دی.

حسن ابراهیمي د ورځې په بهير کې ډېر کار کوي، دی د (صبح کابل) ورځپاڼې لپاره په پوهنتونونو کې د معتادو محصلو نجونو په اړه لیکنه کوي.

دا چې ښاغلي ابراهيمي څنګه او ولې نشو ته مخه کړه، دی وايي چې زه لا ماشوم وم چې پلار مې په کور کې هیروئین څکول، له هماغه ماشومتوبه زه هم ورو ورو له نشه يي موادو سره اشنا شوم او خپله لومړۍ نشه مې له تارياکو څخه پيل کړه.

ده وویل: په کورنۍ کې له نشه يي موادو سره اشنا شوم، پلار مې معتاد و، تاریاک یې څکول، په ماشومتوب کې مې ذهن د پلار هغو نشو ونيو چې په کور کې به يې کولې، زه هم له هغه وخته څخه له نشه يي موادو سره اشنا شوم، خو خپله لومړۍ نشه مې له تارياکو پيل کړه او وروسته مې په بازار کې نور نشه يي مواد هم استعمال کړل.

ابراهیمي د خپلو زده کړو په وروستیو شپو او ورځو کې له ملګرو سره د شپې تر ناوخته پورې بانډارونه کول چې په دې بانډارونو کې دی هم په نشو اخته شو، لومړی په چرسو او شرابو اخته شو او وروسته يې ښيښې او هیروئینو ته هم مخه کړه، خو دوه کاله وروسته يې نشه پرېښودله.

حسن ابراهیمي په کارځای کې له نورو همکارانو سره
حسن ابراهیمي په کارځای کې له نورو همکارانو سره

ابراهيمي د معتادینو د درملنې یوه مرکز ته ولاړ او تر (۴۵) ورځو بستر کېدو وروسته روغ شو او اوس د پخوا په شان د خبریالۍ وظیفه اجرا کوي.

دی په (صبح کابل) ورځپاڼه کې د ځان او نورو معتادو ځوانانو خاطرې ليکي او د دې خاطرو تر څنګ د نشه يي موادو د زيانونو په اړه هم ليکنې کوي، دی په دې ورځپاڼه کې يو کالم چلوي، د دې کالم نوم دی (زه معتاد يم).

د (صبح کابل) ورځپاڼې د امتیاز خاوند مختار پدرام وايي چې ابراهيمي په خپلو کارونو کې بریالی دی.

ده وویل: حسن ابراهیمي یو ځانګړی استعداد لري، موږ تر اوسه لا هم نه يوو توانېدلي چې دی پوره را ويښ کړو، موږ هڅه کوو چې د حسن هغه استعداد بېرته را ژوندی کړو چې تر نشو مخکې يې درلود، که موږ د ده پخوانی استعداد بېرته وغوړوو، دی به وکولای شي چې په خپل ټول توان سره کار وکړي.

د ابراهيمي کورنۍ په ایران کې اوسېږي.

د ده يو نږدې ملګری او همکار زاهد مصطفی وايي چې ابراهیمي له خپلو ملګرو سره عادي چلند کوي، خو د نشې د دورې خاطرو ډېر اندېښمن کړی دی.

دی زیاتوي: ما يې نږدې شل پرله پسې لیکنې اېډېټ او سمې کړې دي، دا چې ابراهيمي زما ملګری دی او د نشه يي موادو په برخه کې يې ياداښتونه هم لولم، نو لږ تر لږه دومره پوهېږم چې دی اوس په خپله تېروتنه ښه پوهېدلی او غواړي چې پخواني ژوند ته بېرته راوګرځي، ده نشه تجربه کړه، زیان یې ولید او اوس غواړي چې خپلې پخوانۍ تېروتنې ومني.

حسن ابراهیمي د (شباهت های یک طرفه)، (عطر انارهای جنوب)، (سمفونی سنگ ها) او (ملاقات با فراموشي) هغه شعري مجموعې دي چې تر نشو مخکې یې لیکلي او چاپ شوي دي، خو اوسنۍ لیکنې يې د نشو د دورې هغه ترخې خاطرې دي چې په (صبح کابل) ورځپاڼه کې په پرله پسې ډول چاپېږي او ډېر لوستونکي لري.

راپور: فرید حلیمي

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:40 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG